د لاس رسي وړ اتصالات

د ښځو لپاره د حکومت د پاليسۍ په بدلولو کار کوو ـ شپوږمۍ وردگ


د افغانستان د ښځو چارو وزارت وايي، سره له دې چې په هیواد کې د میرمنو د ظرفیت لوړولو په خاطر ډېرې بنسټونه فعالیت کوي، خو لا هم په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه کمه ده او دا يوه تشه گڼي.

د ښځو چارو وزارت اداري اومسلکي مرستيالې سپوږمۍ وردگ امريکا غږ اشنا سره په مرکه کې ددی تشې عوامل د بيلگې په توگه د ښځو په وړتيا او ظرفيتونو بې باوري، ناامني او جنسیتي تبعيض یاد کړل.

ميرمن وردگ دا هم وويل،د ادارو مشران په ځانگړې توگه د ولاياتو په سطح په خبرو او شعارونو کې ډيره ژمنتيا ښيي خو عمل کې داسې نه دي.

هغې له مشرانوڅخه وغوښتل ترڅو په دولتي ادارو کې د ښځو د ګډون لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.

” په دی برخه کې بايد خنډونه ليري شي ، د ښځو ظرفیت جوړونې لپاره باید ډېر کار وشي، د هغوئ په وړتيا دی باور وشي، ډېرو ولایتونو کې ښځې يواځې د ښځو چارو ريسانې دي، زمونږ هیله ده چې په ولایتونو کې په ځينو نورو ریاستونو کې هم دوی حضور پیدا کړي.”

سپوږمۍ وردگ په دولتي ادارو کې د ښځو کمې ونډې ته په اشارې وويل ،غواړي په دی برخه کې پاليسي بدله کړي ترڅو د جنسيتونو ترمنځ دعدالت او برابرۍ له مخې اصلاحات راشي.

د ښځو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دامهال ۲۲ سلنه ښځې په دولتي ادارو کې په کار بوختې دي.

بلخوا د پروموټ پروژه چې د امریکا د متحده ایالاتو د پراختیايي ادارې له خوا د افغان مېرمنو د پیاوړتیا لپاره کار کوي وايی تر ۲۰۲۰ کال پورې به ددی پروژی د پروګرام په تطبیق سره په دولتي ادارو کې د ښځو ونډه ۳۰ سلنه زیاته شي.

د ښځو چارو وزرت مسلکي او اداري مرستيالې سپوږمۍ وردگ مرکه دلته اوريدلاې شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:05:53 0:00
XS
SM
MD
LG