د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار کې راتلونکې اوونۍ د پولیو ضد کمپاین پیلیږي


د کندهار روغتیايي مقامات وايې چې د دې ولایت په ارغندآب ولسوالۍ کې د پوليو وروستۍ پېښه د اندېښنې وړ ده او د ماشومانو د ګوزڼ د محوې په پروګرام کې باید کورنۍ او ټولنه خپلي هڅي زیاتي کړي.

روغتیايي مسئولین وايې چې د پوليو نوي پېښي ته په غبرګون کې راتلونکې اونۍ په ارغنداب، ډنډ ولسوالیو او کندهار ښار کې د واکسین کمپاین عملي کوي.

په کندهارولایت کې د پوليو یا د ماشومانو د ګوزڼ شپږمه مثبته پېښه دوه اونۍ وړاندې د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ثبت شوه چې په افغانستان کې یې شمېر ۱۲ ته رسیدلی دی.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست وايي، چې د ارغنداب سره په ګاونډ، شاه ولیکوټ او خاکرېز ولسوالیو کېد پولیو د مثبتو پیښو ثبت د اندیښنې وړ مسله ده.

د دې ولایت دعامې روغتیا ریاست یو مسئول ډاکتر ستار وايې، په کندهار کې د پوليو د مثبتو پېښو د زیات والي یو لامل هم د ماشومانو د وقايې په برخه کې د یو شمېر کورنیو بې پروايي ده.

راتلونکې اونۍ پوري په کندهار ښار کې د پیچکارۍ په وسیله او په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د پولیو د څاڅکو ورکولو کمپاین پیل شي.
راتلونکې اونۍ پوري په کندهار ښار کې د پیچکارۍ په وسیله او په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د پولیو د څاڅکو ورکولو کمپاین پیل شي.

په کندهار کې د پولیو واکسین یو شمير رضاکاران وايې ، چې د واکسین د کمپاینونو پرمهال د خلکو همکاري ورسره کم رنګه ده.

قدرت الله د هغې کورنۍ غړی دی چې ماشومه یې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.

نوموړی زیاتوي، چې په کور کې يې د فلج تر پېښي وروسته خفګان زیات شوي او اوس دوی هره ورځ د خپلې ګوزڼ وهلې ماشومې د فزیکي فعالیت لپاره روغتون ته مراجعه کوي.

"د انجلۍ پښو کار نه کاوه موږ فکر کاوه چې تبه يې ده، وروسته مو میرویس حوزوي وروغتون ته یو وړه، هغوی وويل چې دا ګوزڼ وهلې. بیا په پيل کې په مسلسله توګه یوه اونۍ له ولسوالۍهلته ورتلو او سپورت يې ور کاوه".

ټاکل شوې چې تر راتلونکې اونۍ پوري په کندهار ښار کې د پیچکارۍ په وسیله او په ارغنداب او ډنډ ولسوالیو کې د پولیو د څاڅکو ورکولو کمپاین پیل شي.

روغتیايي مسئولین وايې چې تر اوسه د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ لپارههیڅ ډول درمل نه دي جوړ شوي ، خو یوازې د وقايې له لارې کیدای شي چې د دې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیول شي.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG