په ننګرهار کې یوه کورنۍ چې درې ماشومان یې په تېرو پنځو کلونو کې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوي، وايي چې ډېر سخت ژوند تېروي.
پوليو د هر ګوزڼ ځپلي ناروغ د ژوند يوه ترخه کيسه ده او که ترې وپوښتئ، له ژوند ستړي شوي او ډېرې هيلې يې نيمګړې پاتې دي.
د کندهار د پوليو یا ګوزڼ ضد د مبارزې مسؤولین وايي، د پوليو وروستيو او پرله پسې پېښو دا اندېښنې راپارولي چې له دې ويروس څخه پاکې سيمې به يو ځل بيا په دغه ويروس ککړې شي.
د پولیو یا ګوزڼ ویروس د پېښو د مخنیوي لپاره په پرله پسې توګه د واکسین تطبیق، محیطي سمپلونه په لابراتوار کې چک کول او د خلکو لخوا ډیر احتیاط هغه څه دي چې د ماشومانو ژوند ژغورلی شي.
د سوېل ختیځې حوضې (پکتیا، پکتیکا او خوست) روغتیایي مسؤولین وایي، ډیرې غښتلې مبارزې ته اړتیا ده چې په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو پېښې صفر ته راښکته شي.
د میدان وردګو ولایت روغتیايي چارواکي وايي، چې اوس مهال په ټولو لرو پرتو سیمو کې خلک د پولیو واکسین ته لاسرسی لري او په هر کمپاین کې شاوخوا ۱۵۰ زره ماشومان واکسین کیږي.
په جنوب کې د پوليو پر وړاندې د مبارزې ځينې سرچينې وايي، چې د پوليو (ګوزڼ) دوه نوې پېښې د کندهار په لویه ویاله او د هلمند په نهر سراج ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.
په خوست ولایت کې د هیلت نیټ روغتیایي مؤسسې د بل ګیټس بنسټ په ملاتړ د لرې پرتو ولسوالیو واکسیناتورانو او صحي مبلغینو ته د ټرانسپورټي اسانتیا په موخه ۴۴ عرادې موټرسایکلونه وویشل.
په زابل کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا ریاست مسؤلین وايي چې په شاوخوا ولایتونو کې د پولیو(ګوزڼ) ویروس له خپریدو وروسته یې په دغه ولایت کې جدي تدابیر نیولي دي.
نور پورته کول