د لاس رسي وړ اتصالات

غني: ملابرادر ته افغانستان کې ځای شته


افغان ولسمشر وايي، د پاکستان لخوا د طالبانو د پخواني مشر د مرستیال ملا عبدالغني برادر خوشې کول د افغان سولې په برخه کې د پاکستان یو کوچنی ګام وو.

ښاغلي غني‌ د سې شنبې ‌په ورځ د «لړم پر ۱۵مه» په کابل کې د ناټو له عمومي سرمنشي ینس سټولټنبرګ سره مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې پاکستان باید د افغان سولې په برخه کې اساسي مرسته وکړي.

نوموړي زیاته کړه افغان حکومت حاضر دی چې د ملابرادر په شمول هر بل طالب چارواکی له بنده تر خوشې کېدو وروسته په افغانستان کې ومني.

ښاغلي غني‌ د دغه کنفرانس پرمهال وویل چې پاکستان باید د افغان سولې ملاتړ وکړي، د جګړې په مخنیوي کې اقدامات وکړي او له افغانستان سره په درې برخو کې په اساسي ډول خبرې وکړي.

ولسمشر غني د ناټو له عمومي سرمنشي سره
ولسمشر غني د ناټو له عمومي سرمنشي سره

ښاغلي‌غني زیاته کړه:

"یو، جګړه چې نهه دېرش کاله یې دوام کړئ دا به څنګه ختم شي، دولت په دولت مذکرات او مناسبات هتمي دي، دا نړیوال قانون دی، دوهم یو مثبت انزور د منطقوي همکاري چې په هغه کې دوه خپلواک دولتونه پخپلو کې اقتصادي چارو کې همکاري کوي هغه به څه ډول وي، دریم، د دهشتګرۍ د خطر په مقابل کې به څه ډول همکاري کوو ځکه دا خطر سرحدي نه پېژني ضرور ده چې ټوله نړۍ همکاري وکړي د دې زیاتو شبکو موجودیت په پاکستان کې دی."

پاکستان په روانه میاشت کې ملا عبدالغني برادر تر نهه کلن بند تېرولو وروسته خوشي کړ.

ښاغلي غني وویل چې پر افغانستان تپل شوې جګړه یوازې د طالبانو نه بلکې نور اړخونه هم لري.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان له نړیوال ترورېزم سره مخ دی چې تل خپل څېره او د فعالیتونو ډول بدلوي چې په وړاندې باید په ګډه مبارزه وشي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې افغان حکومت سولې ته ژمن دی او افغانان هم تر بل هرڅه سولې ته زیاته اړتیا لري.

نوموړي په دې برخه د امریکا وروستیو هڅو ته په اشارې د زلمي خلیلزاد له زحمتونو څخه ملاتړ وکړ.

غني وویل چې امریکا د افغان سولې په برخه کې یوازې خبرې کوي خو خپلواک بحثونه یوازې افغان حکومت کوي.

یاد مطبوعاتي کنفرانس ته د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل که څه هم ناټو په مستقیم ډول د سولې په خبرو کې ښکېله نه ده خو زیاته یې کړه چې د افغانانو مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.

ینس سټولټنبرګ
ینس سټولټنبرګ

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د افغانانو په مشرۍ د دې پروسې بشپړ ملاتړ کوو، کوم اوربند چې په اوړي کې وشو یو کوچنی اوربند وو خو ښه اقدام وو، ناټو په مستقیم ډول د سولې په خبرو کې ښکېله نه ده خو هڅه کوو چې د مشورې، ښوونې او روزنې په برخه کې سیاسي سولې ته وضعیت برابر کړو."

ښاغلي سټولټنبرګ وویل چې وسله وال طالبان د جګړې له لارې نشي بریالي کېدای او باید د سولې لار غوره کړه.

نوموړي زیاته کړه چې ناټو له افغانستان سره په بروکسل کنفرانس کې پر شوو ژمنو ولاړه ده.

ده وویل چې په افغانستان کې د وضعیت د ښه کېدو په هدف په دغه هېواد کې د ناټو سرتېرو شمېر له ۱۳زره څخه ۱۶زرو ته پورته شوی او په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته کوي.

نوموړي دا هم وویل چې ناټو به د وضعیت تر ښه کېدو او د تروریزم د ګواښ تر ختمېدو په افغانستان کې وي.

XS
SM
MD
LG