د لاس رسي وړ اتصالات

د طاهر داوړ په اړه د پاکستاني پوځ څرګندونو ته د زاخېلوال غبرګون


په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، د افغانانو له خوا د طاهر خان داوړ د جنازې درناوی او په تورخم کې په عزت پاکستاني چارواکو ته د هغه د جنازې د سپارلو چلند باید د دوو هېوادونو د خلکو ترمنځ د جدا والي لپاره ونه کارول شي.

د پاکستاني پولیسو پښتون افسر طاهر خان داوړ د روان مېلادي کال د اکتوبر د میاشتې «پر ۲۶ مه» په اسلام اباد کې تښتول شوی و او د سې شنبې د ورځې ناوخته یې مړی د ننګرهار ولایت د دوربابا په سرحدي ولسوالۍ کې د ډیورنډ کرښې سره نږدې وموندل شو.

افغان حکومت تېره ورځ په تورخم کې د هغه مړی د قومي مشرانو او مخورو په بدرګه د پښتون تحفظ غړو او د طاهر خان داوړ کورنۍ ته وسپاره چې د پاکستان بهرنیو چارو وزارت او د دغه هېواد پوځ، پاکستان حکومت پر ځای وزیرو قومي مشرانو او د هغه کورنۍ ته د مړي په سپارلو اندېښنې څرګندې کړي دي.

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر د دغو اندېښنو په ځواب کې د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي هغوی، چې په لوړو څوکیو کار کوي، د مسولیت لرونکو چارواکو په توګه ورڅخه د بیانونو د خپرولو تمه کېږي.

​ښاغلي زاخیلوال لیکلي:"د پاکستان د پولیسو د صاحب منصب طاهرخان داوړ د غمیزې په اړه، افغانان له دې پرته، چې د دغې مسئلې حساسیت ته په پاملرنې خپل چلند څرګند کړي، بل څه نه وو، هغوی د یو داسې مړي سره، چې په یو غیر انساني ډول ورسره عمل شوی وو، په درناوي او عزت سره چلند کړی دی".

په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر چې وظیفه یې پای ته رسېدلې ویلي، افغانانو د هغه مړی له یوې کندې راپورته کړ، جومات ته یې یوړ، ویې لمبوه، کفن او په تابوت کې یې ونغاړه او د پښتونو د دود او دستور سره سم، هغو قومي مشرانو، چې مړی یې موندلی وو، د جنارې لمونځ یې ورته ادا کړ او ورسره یې خواخوږي څرګنده کړه.

سفیر زاخېلوال ویلي، چې همدغو مشرانو د هغه جنازه تورخم ته یوړه او په عزت سره یې پاکستاني چارواکو ته وسپاله.

ښاغلي زاخیلوال ویلي:"دا کړنې باید د دوو هېوادونو د خلکو ترمنځ د یووالي د څرګندونې لپاره وکارول شي چي، نه د هغوی ترمنځ د فاصلو او شکونو رامنځته کولو لپاره".

د پاکستان صدراعظم عمران خان د طاهرخان داوړ وژنه غندلې او په دې اړه یې د پلټنو امر کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل خبریالانو ته ویلي، چې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفارت مرستیال دغه وزارت ته ورغوښتی وو او پاکستاني چارواکو ته د طاهرخان داوړ د مړي په سپارلوکې د " بې دلیله" ځنډ له امله یې هغه ته خپل اختیجاج وړاندې کړی دی.

د پاکستاني پولیسو وژل شوی پښتون افسر طاهر خان داوړ
د پاکستاني پولیسو وژل شوی پښتون افسر طاهر خان داوړ

ښاغلي فیصل ویلي:" هیله ده افغان چارواکي به په افغانستان کې د پاکستان د پولیس د صاحب منصب د وژلو حالت په معلومولو کې بشپړه همکاري وکړي".

د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور هم په یو بیان کې د طاهرخان داوړ وژل کېدل غندلي دي.

جنرال غفور ویلي:" د صاحب منصب تښتول، او د افغانستان په خاوره د هغه وژل او د " وژلو وروسته د ګاوندي هېواد د چارواکو چلند پوښتنې راولاړې کړي، چې د یوې تروریستي ډلې ور هغه خوا د ښکېلتیا او د منابعو د کارونې نښې نښانې څرګندوي".

د ننګرهارولایتي چارواکي وايي، د طاهرخان داوړ مړی د دوربابا په ولسوالۍ کې د ډیورند کرښې ته څېرمه موندل شوی دی.

د ننګرهار ولایتي چارواکو د قومي مشرانو په غوښتنه د طاهرخان داوړ مړی په جلال اباد کې د پاکستان قونسلګرۍ ته ونه سپاره او د هغه مړی یې د پنجشنبې په ماسپښین په تورخم کې هغه کورنۍ ته وسپاره.

پښتون تحفظ د طاهر خان داوړ د وژلو پېښه کې پاکستان ته ګوته نیولې
پښتون تحفظ د طاهر خان داوړ د وژلو پېښه کې پاکستان ته ګوته نیولې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پلویانو د طاهرخان داوړ په وژل کېدو کې د پاکستان پوځ ته ګوته نیولې ده.

پخپله ښاغلي پشتین د دغې پېښې د غندنې لپاره د پراخه لاریونونو غږ کړی دی.

XS
SM
MD
LG