د لاس رسي وړ اتصالات

اوچا: افغان ځواکونه جاغوري ته رسېدلي


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر "اوچا"د غزني په ولایت کې د بشري وضعیت په اړه په خپل دوهم راپور کې، چې نن د شنبې په ورځ «لړم ۲۶ مه» یې خپور کړی، ویلي، چې د دغه ولایت په جاغوري، مالستان او د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او د افغان حکومت د وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړې لا هم روانې دي.

"اوچا" په دغه راپور کې ویلي، چې افغان حکومت هم دغو سیمو ته تازه دمه ځواکونه استولي دي.

د "اوچا" په راپور کې ویل شوي:"افغان امنیتي ځواکونه د جاغوري ولسوالۍ مرکز ته رسېدلي دي، د افغان حکومت مخالف وسله وال، چې د جاغوري ولسوالۍ د مرکز پر لور پرمخ روان وو، چې بیرته د انګوري سیمې ته په شا شوي دي."

وسله والو طالبانو د تېرې سې شنبې په ورځ د انګوري سیمه له افغان امنیتي ځواکونو نیولې وه.

اوچا: طالبان انګوري سیمې ته په شا شوي
اوچا: طالبان انګوري سیمې ته په شا شوي

د ۲۰۳ تندر قول اردو هم په یوه اعلامیه کې د غزني په ولایت کې د وسله والو طالبانو پر خلاف د پراخو عملیاتو د پیلېدو خبر ورکړی دی.

د ۲۰۳ تندر قول اردو په اعلامیه کې ویل شوي، چې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت یو پوځي روزونکی جنرال جانس هم د دغه ولایت د امنیتي وضعیت د ارزولو او افغان امنیتي ځواکونو ته د مشورې لپاره نن د شنبې په ورځ د غزني ولایت تللی وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" وايي، وسله والو مخالفینو د چهارشنبې په ورځ د غزني ښار سره نږدې د نواباد په سیمه کې د پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.

په نواباد سیمه کې د غزني ولایت د مالستان او جاغوري ولسوالیو څخه ډېر بې‌ځایه شوي کورنۍ دېره دي، چې د دغو بریدونو وروسته ډېرې بې‌ځایه شوي کورنۍ یو ځل بیا د کابل په ګډون نورو سیمو ته ګډه شوې.

"اوچا" د غزني ولایت د مهاجرینو او بې‌ځایه شوو ریاست د معلوماتو پر اساس ویلي، چې د جاغوري او مالستان ولسوالیو څخه ۲۶۶۰ کورنۍ، چې د غړو شمیر یې شااوخوا پنځلس زره تنو ته رسېږي دغه ولایت ته ګډه شوي او ۹۳۰ نورې کورنۍ، چې د غړو شمېر یې شپږ زره او پنځه سوو ته رسېږي د بامیان ولایت کډه شوي دي.

بېځایه شوي خلک
بېځایه شوي خلک

د روانې مېلادي میاشتې په سر کې د ارزګان ولایت د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې د حکیم شجاعي د وسله والو او د دغې ولسوالۍ د یو شمېر اوسېدونکو ترمنځ نښتې پیل شوې، چې لمن یې د مالستان او جاغوري ولسوالیو ته هم پراخه شوه.

د رپوټونو له‌مخې وسله والو طالبانو هم د خاص ارزګان په ولسوالۍ کې د حکیم شجاعي د وسله والو سره په جګړه کې د سیمې د اوسېدونکو څخه ملاتړ کړی دی.

افغان حکومت د خاص ارزګان د جګړې د پلټنې لپاره د اسدالله فلاح په مشرۍ یو پلاوی سیمې ته استولی، خو تراوسه یې د خپلو پلټنو پایلې نه دي اعلان کړي.

په مالستان، جاغوري او خاص ارزګان کې د جګړو وروسته په کابل او څو ښارونو کې هزاره مېشتو افغانانو مظاهرې هم کړي او له افغان حکومت یې غوښتې، چې په دغو ولسوالیو کې د طالبانو پر وړ اندې د جګړې لپاره ځواکونه واستوي.

XS
SM
MD
LG