د لاس رسي وړ اتصالات

ایران: که امریکا زمونږ پر ضد اقدام وکړي په سیمه کې یې اډې ولو


ایران خبرداری ورکړی که امریکا یې پر ضد اقدام وکړي، په افغانستان، عربي متحده اماراتو او قطر کې د امریکا هوایي اډې په توغندیو ویشتلی شي.

د ایران د سپاه انقلاب د هوایي فضا د فرقې قوماندان امیر علي حاجي زاده ویلي ایران دا توان لري چې په خلیج کې امریکا الوتکې او کښتۍ وولي.

د ایران دغه چارواکي ویلي دي چې هوایي ځواکونو د توغندیو د هدف ویشتل بهتره کړي او کولی شي چې په کندهار، قطر او عربي متحده اماراتو کې د امریکایي ځواکونو هوایي اډې وولي.

ایران همدرانګه پخوا خبرداری ورکړی چې که امریکا کوښښ وکړي چې د ایران د تیلو صادارت بند کړي، دغه هیواد به د هورموز په تنګي کې د تیلو د انتقال چارې ګډوډې کړي. د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د همدې کال د مې په میاشت کې د ایران سره د نړیوالې اتومې موافقې نه ووت او اقتصادي بندیزونه یې پرې د سره ولګول.

ټرمپ ویلي چې دا موافقه نیمګړې ده ځکه چې د ایران د توغندیو د پروګرام مخه نه نیسي او نه هم په عراق، سوریه، لبنان او یمن کې د ملیشو سره د ایران د ملاتړ مخه نیسي.

XS
SM
MD
LG