سپینې ماڼۍ په لبنان کې په دوو پرلپسې ورځو کې له چاودنو وروسته په منځني ختیځ کې ټولو دخېلو غاړو ته د شخړې د زیاتېدو په اړه خبرداری ورکړ.
متحده ایالات وایي په لبنان کې د هغو مخابرو په چاودنو کې یې لاس نه درلود او نه ترې پخوا خبر و چې د حزب الله وسله والو ترې کار اخیست او د ایران څخه یې د ځواب ویلو لپاره د زغم غوښتنه کړې.
د سياسي چارو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مرستیال جان باس په اسلام اباد کې د پاکستان له مرستیال لومړي وزير او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار او د دغه هېواد د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر سره کتلي دي.
ټاکل شوې چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن سه شنبه بیا مصر ته ولاړ شي چې په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړې پای ته رسیدو لپاره د منځني ختیځ همکارانو ته د اوربند اصلاح شوې بڼه وړاندې کړي.
د متحدو ایالتونو د دفاع او د نیجر د ملي امنیت د دفاع وزارتونه وايي چې له هغه هېواد څخه د امریکا د ځواکونو او تاسیساتو د وتل بهیر بشپړ شو.
په متحده ایالاتو کې یو تن کلاشینکوف ته ورته ټوپک د جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید، ډونالډ ټرمپ د ګلف کلب په لور پداسې حال کې نیولی و چې ښاغلي ټرمپ پدې میدان کې لوبه کوله.
د متحده ایالاتو پوځ وایي تیره میاشت د عراق په لویدیځه برخه کې د امریکایي او عراقي ځواکونو په ګډو عملیاتو کې د اسلامي دولت یا داعش ډلې څلور مشران وژل شویدي.
د اوکراین جمهور رئیس ولادمیر زیلینسکي جمعه سپټمبر ۱۳ ( وږي ۲۳) ویلي چې د روسیې پر ضد جګړې ګټلو لپاره یو پلان لري چې ټاکل شوې د همدې میاشتې په پای کې د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن ته وړاندې کړي.
د متحدو ایالتونو د استازو خونې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مککال دفتر په دې وروستیو کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ګډوډ وتلو په اړه راپور خپور کړی او د تخلیې په دغه بهیر باندې کلک انتقادونه شوي دي.
متحده ایالاتو ددې امکان ښودلی چې ښايي اوکراین ته د روسیې پر خاوره د توغندیو د برید کولو اجازه ورکړي ترڅو هغه وسلې له منځه یوسي چې مسکو پر اوکراین باندي د هوایي بریدونو لپاره ځای پرځای کړي دي.
نور پورته کول