د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د ویلچر باسکتبال لوبډلې د نړیوالې سیالۍ اتلولي وګټله


د افغانستان د ويلچر باسکتبال لوبډلې په لبنان کې د ويلچر باسکتبال سياليو اتلولي وګټله.

په پای لوبه کې افغان لوبډلې وکولای شول سوريې ته ۶۷ د ۶۳ امتيازونو پروړاندې ماتې ورکړي

د Hanna lahoud په نوم سیالۍ د لبنان په کوربه توب ترسره شوې چې پکې افغانستان، هندوستان، سوریې او عراق ګډون کړی وو.
په دغو سياليو کې افغان لوبډلې په پرلپسې توګه عراق، سوریې،هند او لبنان ته ماتې ورکړې.

د افغانستان د ویلچر باسکتبال لوبډله
د افغانستان د ویلچر باسکتبال لوبډله

ددغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغانستان عراق ته ۶۰ د ۴۸ امتیازونو پروړاندې ماتې ورکړې وه، همدا شان په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې د هندوستان ویلچر باسکتبال لوبډلې ته ۵۶ د ۲۰ امتیازونو پروړاندې، په دریمه لوبه کې د سوریې لوبډلې ته ۵۱ د ۲۱ امتیازونو او په څلورمه لوبه کې کوربه هیواد لبنان ته ۶۱ د ۱۲ امتیازونو پروړاندې ماتې ورکړې وه.

دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ويلچر باسکتبال لوبډله په بهرنیو سیالیو کې اتلولي ګټي.

XS
SM
MD
LG