دا لومړی ځل دی چې په نړیوال کرکټ کې د افغانستان ملي ټیم جنوبي افریقا ته ماتې ورکوي.
د فوټسال نړیوال جام د ګروپي سیالیو په پړاو کې، افغانستان په خپله دوهمه لوبه کې بری ترلاسه نکړ او ارجنټاین ته یې لوبه ۲-۱ وبایلله.
د افغانستان او جنوبي افریقا ترمنځ د درې یو ورځنیو لوبو د لړۍ په لومړنۍ لوبه کې د چهارشنبې په ورځ سپتمبر ۱۸ (وږي ۲۸) جنوبي افریقا افغانستان ته په ۵۰ اوریزه لوبه کې د ۱۰۷ منډو هدف وټاکه.
د کرکټ نړیواله شورا وايي په یو بیساري اقدام کې یې د ښځو د شل اوریز کرکټ د نړیوال جام نقدي جایزې زیاتې کړې او اوس به ښځینه لوبغاړې هماغومره جایزه ترلاسه کوي چې نارینه لوبغاړو ته ورکول کېږي.
د پاکستان کرکټ بورډ وايي سلیمه امتیاز د کرکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) ته د لوبڅارې په توګه نومول شوې ده.
د افغانستان د فوټسال ملي نن یکشنبه سپتمبر ۱۵ (سنبله۲۵) د ۲۰۲۴ کال په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه وګټله.
طالبانو تېره میاشت ګډې رزمي لوبې (MMA) د شریعت له مخې ستونزمنې وبللې او په افغانستان کې یې د دغې لوبې پر مسلکي سیالیو باندې بندیز ولګوه.
د ګډو رزمي هنرونو (ام ام اې) په مسلکي سیالیو باندې د طالبانو د بندیز او په افغانستان کې ددغې لوبې د ناڅرګند برخلیک سره سره د کابل په یو کلب کې لوبغاړي ددې لوبې په تمرین بوخت دي.
د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې ویلي چې نامتو لوبغاړی راشد خان د جنوبي افریقا پر وړاندې د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ لپاره د افغانستان په لوبډله کې شامل شوی دی.
test
د هند په یو لوبغالي کې مسئولین هڅه کوي چې د بادپکو په مرسته لوبغالی وچ کړي او د افغانستان او نیوزیلنډ ترمنځ د ټیسټ یوازنۍ لوبه له لغوه کېدو څخه وژغوري.
په نړیوال کرکټ کې د پاکستان وروستیو ناکامیو په ورزش کې د سیاسي مداخلې په اړه بحث پارولی او په ځانګړي ډول د لوبغاړو په ګمارلو کې د خپلوۍ پالل د لوبې په ډګر کې د پاکستان د شاتګ لامل بلل شوی دی.
نور پورته کول