د لاس رسي وړ اتصالات

خوست سپېره ولسوالۍ کې نږدې ۱۷ سوه ماشومان له واکسين څخه پاتې دي


د خوست ولایت روغتیایي مسئولین وایي، چې د سپېرې ولسوالۍ د پوړه د سيمې شااوخوا ۱۷ سوه ماشومان د تېرو څو کلونو راهيسې د کمپاينونو پرمهال د ګوزڼ معلولوونکې ناروغۍ ضد واکسين څخه د ناامنۍ او عقيدوي مسايلو له مخه بې برخې پاتې دي.

د خوست د عامې روغتيا رئيس امریکا غږ اشنا ته وويل، چې د يادې سيمې د ماشومانو نه واکسينول سربېره پردې چې د هغوی روغتيا ته يې جدي خطر پېښ کړی دی، د نورو سيمو د ماشومانو روغتيا هم ګواښي.

ډاکټر ګل احمدشاه د سپېرې ولسوالۍ د پوړه سيمې له خلکو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسين کړي او د ګوزڼ له معلولوونکې ناروغۍ څخه هم خپل ماشومان او هم د نورو سيمو ماشومان وژغوري.

هغه وويل"په کومه ساحه کې چې واکسين کېږي او په کومه ساحه کې چې واکسين نه کېږي، دغو دواړو ساحو ته خطر متوجه دی، ځکه دا د ويروس د روغ او ناروغ دواړو په وسيله له يوې سيمې نه بلې ته انتقالېږي".

سره له دې چې په سيمه کېوسله والو مخالفینو له واکسين سره ښکاره مخالفت نه دی کړی، خو صحي رضاکارانو او د سيمې اوسېدونکو ويلي چې وسله وال طالبان د واکسين د تطبيق اجازه نه ورکوي.

د خوست یو تن اوسېدونکي محمد انور زاهد په دې هکله داسې وايي.

"ګوزڼ د ماشومانو دايمي معلولوونکې ناروغي ده، که ماشومانو ته ددغې ناروغۍ ضد واکسين تطبيق نشي، ډېر احتمال شته، چې پردې ناروغۍ اخته شي. له ميندو او پلرونو مې غوښتنه دا ده چې په دې برخه کې دې ناغيړي نه کوي".

د پوليو ويروس تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو کې د دايمي فلج لامل ګرځي، چې بيا هيڅکله تداوي نه‌لري.

ديني عالم عبدالقدوس د دغه ويروس په له منځه وړلو کې د خلکو همکاري خورا مهمه بولي.

ده وويل"هیڅ چا نده ثابت کړې، چې په دې کې د اسلام له نظره خلاف مواد کارول شوي دي. دا د روغتيا مسئله ده، بايد ماشومانو ته ورکړل شي. په مجموع کې ټول ولس مسووليت لري، چې خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسين ورکړي، ترڅو زموږ راتلونکی نسل د فلج له ناروغۍ څخه خلاصون ومومي".

تېر ۲۰۱۸ ميلادي کال په افغانستان کې د پوليو ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د ډاکټرانو په وينا دغه ټول فلج شوي هغه ماشومان دي، چې د ګوزڼ ضد واکسين په سمه توګه ورته نه و تطبيق شوی.

د روغتيا پالانو ټينګار دا دی، چې په بشپړ ډول د دې ناروغۍ د مخنيوي او له منځه وړلو لپاره لازمي ده، چې د هر کماپن پرمهال هر ماشوم ته د خولې له لارې د پوليو ضد دوه واکسين ورکړل شي.

XS
SM
MD
LG