د لاس رسي وړ اتصالات

د ټاکنو کمیسیون ټول غړي "ممنوع الخروج" اعلان شول


د افغانستان لویه څارنوالي وايي یو پلاوی یې ټاکلی دی چې د ټاکنو د کمیسیون پر مشرانو او غړو لګول شوي تورونه وپلټي.

لویه څارنوالي وايي چې هغوی ته شکایتونه شوي دي چې د انتخاباتو د کمیسیون ۱۲ مشرانو او غړو له خپلو دندو او واکونو نه ناوړه گټه اخیستې ده. څارنوالۍ پدې هلکه نور جزئیات ندي ورکړي.

د څارنوالۍ په اعلامیې کې راغلي دي چې ګمارل شوي پلاوي د دغې قضیې د ښه څېړلو لپاره د ټاکنیزو کمیسیونونو دغه مشران او غړي ممنوع الخروج اعلان کړي دي. وايي دا قضیه به د اسنادو او شواهدو په اساس ښه څيړي او پایلې به یې اعلان کړي.

د افغانستان د ټاکنو کمیسیون اوه غړي او د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون پنځه غړي لري.

د قانون تعدیل

د افغان حکومت لخوا د ټاکنو په قانون کې د بدلونونو تر راوستلو وروسته د ټاکنو د کمېسیون ټول غړې له دندو لرې شول.

ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنو په قانون کې یو لړ بدلونونه، چې د حکومت او د سیاسي ګوندونو د یوې ګډې کمیټې له خوا یې وړاندیز شوی وو او کابینې هم تصویب کړي وو، د سه شنبې په ورځ (فبرورۍ ۱۲) توشیح کړل.

ولسمشر غني‌ ددغه قانون د پلې کېدو په فرمان کې ویلي چې د نوو تعدیالاتو سره د دغه قانون تر توشیح او نافذېدو وروسته، د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشران او نور غړي له خپلو دندو ګوښه کیږي.

ولسمشر غني‌ ویلي چې د دغه دوو کمېسیونونو په کاري اجراتو کې د ځنډ د مخنیوي او د چارو د پرمختګ لپاره د دواړو کمېسیونو د دارالانشاء مشران په موقتي ډول د کمېسیونونو مشري کوي.

افغان چارواکي وايي، د ټاکنو د قانون په شلو مادو کې بدلونونه راوستل شوي دي. تر دې دمه دغه بدلونه ندي څرګند شوي.

تیره ورځ د ټاکنو د کمیسیون چارواکو په قانون کې د بدلون راوستلو سره کلک مخالفت وښود او خبرداری یې ورکړ چې دغه کار به د راروانو ولسمشریزو ټاکنو په ترسره کولو کې د حکومت واک ډیر کړي.

ټاکل شوې ده چې د روان میلادي کال په جولاې میاشت کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنې ترسره شي.

ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه مشر عبدالله عبدالله، او ۱۶ نور کاندیدانو په دغو ټاکنو کې سیالۍ کوي.

XS
SM
MD
LG