د لاس رسي وړ اتصالات

د لومړي ټولګي زده‌کوونکو د روغتیايي معایناتو پروګرام پیل شو


د مور او ماشوم تغذیی ته پاملرنه د ټولنې د روغتیا مهمه برخه
د مور او ماشوم تغذیی ته پاملرنه د ټولنې د روغتیا مهمه برخه

د افغانستان د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو د پنجشنبې په ورځ په ښوونځیو کې د لومړي ټولګي زده‌کوونکو د روغتیايي معایناتو تفاهم لیک‌ لاسلیک کړ.

د پوهنې وزیر میرویس بلخي وویل، چې په ښوونځیو کې د ښې زده‌کړې لپاره به له دې وروسته هرکال د لومړیو ټولګیو د زده‌کوونکو د سترګو، غوږونو او خولې معاینات وشي.

ښاغلي بلخي زیاته کړه: "دا پروګرام په دوو برخو کې له موږ سره زیاته مرسته کوي، په لومړۍ برخه کې موږ وقایوي میکانیزم په پام کې نیسو هغه ماشومان چې لږه ستونزه لري او درملنې ته اړتیا لري، د روغتیايي پاڼو له لارې د هغوی والدینو ته خبر ورکوو، چې ستاسې ماشوم له هر لحاظه روغ دی خو یوه ستونزه لري چې درملنه یې وشي او له بل پلوه هغه کسان چې جدي ستونزه لري او پر زده‌کړو یې منفي اغیز کوي موږ بیا مشوره ورکوو چې په اساسي ډول درملنه یې وشي".

د پوهنې وزیر وویل، د دغه پروګرام له لارې به لومړی په آزمیښتي ډول د کابل په ښوونځیو کې د دولس زره زده‌کوونکو د سترګو، غوږونو او خولې معاینه وشي او وروسته به دا پروګرام نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه خلک د سترګو د نظر د کموالي ستونزه لري،
اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه خلک د سترګو د نظر د کموالي ستونزه لري،

هغه له کورنیو څخه وغوښتل چې د دغه پروګرام په تطبیق کې همکاري کړي.

د عامې روغتیا وزارت مرستیالې مموسۍ زیور په دغو مراسمو کې وویل، د روغتیا نړیوال سازمان د شمیرو له مخې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه خلک د سترګو د نظر د کموالي ستونزه لري، چې لویه برخه یې ماشومان جوړوي.

د ډاکټر زیور پر وینا، هرکال په اوسط ډول ۲۵ زره کسان د خپلې یوې سترګې دید له لاسه ورکوي په داسې حال کې چې ۸۰ فیصده دا پېښې د وقایې او درملنې وړ دي.

هغې په ښوونځیو کې د ماشومانو روغتیايي معاینه د دغې ستونزې د حل یوه اساسي لاره وبلله او وې ویل: "د ښوونځیو د روغتیايي برنامې یواځینی هدف د بنسټیزو او باکیفیته زده‌کړو لپاره د یو سالم محیط برابرول دي او وزارت صحت عامه په دې برخه کې متعهده ده".

ډاکټر زیورزیاته کړه، چې له دې وړاندې هم د عامې روغتیا وزارت په ښوونځیو کې د زده‌کوونکو د روغتیا په برخه کې یو لړ پروګرامونه عملي کړي دي.

د پوهنې وزارت د شمیرو په اساس په اوس وخت کې له لس میلیونو څخه زیات زده‌کوونکي ښوونځیو ته ځي، چې یو میلیون یې سږکال جذب شوي دي.

XS
SM
MD
LG