د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د ځان وژنې پیښې زیاتې شوي


Suicide in Herat
Suicide in Herat

د هرات د ولایت حوزوی د روغتون ډاکتران وایې چی په ١٣٩٨ شمسې کال کی د ځان وژني ٦٦٠ پیښي ثبت شوی په دوی کی ١١ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړي

د هرات د حوزوی روغتون سر طبیبه عارفه جلالی وایی«« د ځان وژنی ٩٠ په سلو کی پیښې ځوانان په خاص ډول ښځې دیدا ډول پیښې د هرات ولایت په ښارونو او ولسوالیو کی په مساوی ډول ثبت شوي .

هغه وایی چی په دی ورستیو څلورو میاشتو کی٦٦٠ ناروغانو چی د ځان وژنې هڅه یی کړی د هرات په روغتونو کی ثبت شوي او د دې جملې څخه ۴٥٨ پیښې د ښځو او ٢٠٢ پیښې د نارینه و وې.او د پنځو ځان وژنو په هڅو کی څلورو تنو خپل ژوند د لاسه ورکړ او دری ځان وژنې د درملو د خوړولو په زیات مقدار سره ترسره شوې وې او څلورو خپل ځانونه په دار ځړولي .

د هرات ولایتی شورا غړۍ وکیل احمد کروخې وایي د اقتیصادي ستونزو ، کورنې تاوترېخوالې د مخدره موادو د استعمال او داسی نورو اجتماعی ستونزو له امله په دې ولایت کی هره ورځ دوه دری تنه ځان وژنې کوي.

عبدالواسع او نصیر احمد د هرات په ولایت کی هغه ځوانان دي چی وایي ، کورنۍ تاوتریخوالی، په زوره وادونه ، بیسوادی او د کورنیو د زد کړو د سطحې ټیټوالي په سبب ځوانانو کی د ځان وژنې پیښې زیاتې کړيږ

د هرات ولایت محلې مقامات دا خبره تاییده وی چی فقر او اقتصادی مشکلات د ځوانانو د ځان وژنې عمده علتونه دي.ددی ولایت مقام ددی ستونزی په هواره ولو باندی کار کوي تر څو په دی سیمه کی فقر او بیکاري کمه کړي.

د هرات په حوزوی روغتون کی تیر کال د ځان وژنې ١٨٢٥ پیښې ثبت شوی چی په دوی کی ۴٨ تنو خپل ژوند دلاسه ورکړ.

XS
SM
MD
LG