د لاس رسي وړ اتصالات

د ناامنۍ له کبله د انتخاباتي مواد لیږل ستونزمن شوي


د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون یو ویاند سید ذبیح الله سادات وايي، چې په یو شمیر شمالي ولایتونو کې روانو جګړو د کابل څخه څو ولایتونو ته د ټاکنو د حساسو او غیر حساسو موادو لیږد د ستونزو سره مخ کړی دی.

ښاغلي سادات امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، نن د چهارشنبې په ورځ د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشرتابه د کورنیو چارو وزارت د مشرانو سره چې دې ستونزې ته د حل د لټولو لپاره خبرې کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند وویل، د چهارشنبې د ورځې تر مازیګره پورې دا انتقالات نه دي ترسره شوي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د تیرې جمعې په ورځ د سنبلې په اتمه د کابل څخه ولایتونو ته د ټاکنو د حساسو او غیر حساسو موادو لیږد پیل کړی دی، په ترڅ کې یې هرات، بادغیس، فراه، کندهار، هلمند، ارزګان او زابل ولایتونو ته ټاکنو مواد رسیدلي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مهال ویش له مخې ټاکل شوې، چې ټاکنیز مواد د سنبلې تر شلمې پورې ټولو ولایتونومرکزونو ته او بیا د سنبلې تر ۲۲ مې پورې د ولایتونو له مرکزونو څخه په ولسوالیو کې د رايو مرکزونو ته وراستول شي.

په افغانستان کې د ناامنۍ د پراخیدو نه یوازې یو شمیر ولایتونو ته د ټاکنیزو مواد و لیږد د ستونزو سره مخ کړی، بلکې شاوخوا څلور سوه هغه د رایې اچونې مرکزونه، چې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون له خوا د فعالو مرکزونو په توګه اعلان ش،ي وو، د ټاکنو په ورځ د بنیدلو د ګواښ سره هم مخ کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند سید ذبیح الله سادات وايي، چې امنیتي ارګانونو ورته ویلي، چې د لوړو امنیتي ګواښونو له امله ممکن له څلورو سوو زیاتو مرکزونو کې د ټاکنو په ورځ رایې وانه اچول شي.

د پوځي چارو یو شمیر کارپوهان هم امنیتي ستونزې د ټاکنو پر وړاندې په لویو ستونزو کې ګڼي او وايي، چې کیدای شي د ټاکنو تر ورځې امنیتي ستونزې نورې هم زیاتې شي.

خو د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، ټاکنې به د ولایتونو او ولسوالیو په مرکزونو کې د تلې په شپږمه ترسره شي.

ښاغلي وزیري وویل "ځینو سیو کې به ټاکنې ونشي ، لرو پرتو سیمو کې یا هغو سیمو کې، چې د مخالفینو مرکزونه دي یا دولتي حاکمیت نشته دی زما په نظر هلته به ټاکنې ونشي".

په افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره د تلې شپږمه ورځ په پام کې نیول شوې ده. دغو ټاکنو ته اولس نوماندان ولاړ دي.

XS
SM
MD
LG