د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د معتادینو د درملنې په مرکز کې د کرونا ضد تدابیر


کابل کې د معتادینو د درملنې په مرکز کې د کرونا ضد تدابیر
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:16 0:00

په کابل کې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي، چې په ترڅ کې د وایروس ضد دوا شیندنې هم کیږي.

په کابل کې د معتادینو د درملنې په مرکزونو کې د کرونا وایروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره تدابیر نیول شوي، چې په ترڅ کې د وایروس ضد دوا شیندنې هم کیږي.

د کابل په ختیځه څنډه کې د ابن سینا د معتادینو د درملنې زر بستریز مرکز فعالیت کوي. د دغه مرکز مرستیال واحدالله کوشان امریکا غږ ته وویل چې په دې مرکز کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره روغتیايي تدابیر درې برابره شوي دي.

هغه وویل "موږ هڅه کوو چې د روغتون چاپیریال له مکروبونو څخه پاک وي او مکروب له یو شخص څخه بل ته انتقال نشي او په ځای کې مکروب خنثی او له منځه لاړ شي".

د دغه مرکز د چارواکو په وینا تر اوسه په معتادینو کې د کروناویروس مثبته پېښه نه ده ثبت شوې، خو په کابل کې د معتادینو د شمېر د زیاتوالي له امله د ځای له کموالي سره مخامخ شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په معتادینو کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره تیره اونۍ په کابل کې ۸۰۰ معتادین راټول کړل.

د ابن سینا د معتادینو د درملنې مرکز اوسمهال په یو وخت د زرو معتادینو د درملنې ظرفیت لري او تیره ورځ د کار او ټولنیزو چارو وزارت د امید ۷۰۰ بستریز مرکز هم د روغتیا وزارت ته وسپاره، ترڅو په کابل کې د کروناویروس د مخنیوي لپاره نور معتادین هم راټول او بستر کړي.
XS
SM
MD
LG