د لاس رسي وړ اتصالات

پخوا یې خپله نشه کوله اوس نور له نشو ژغوري


پخوا یې خپله نشه کوله اوس نور له نشو ژغوري
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

اجمل سروري چې په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې په روغتون کې کار کوي، یو وخت خپله په نشه يي توکو روږدی وو، هغه اوس له نورو معتادینو سره د نشه يي‌توکو په پرېښولو کې مرسته کوي.

اجمل سروري چې په کابل کې د جنګلک د معتادینو د درملنې په روغتون کې کار کوي، یو وخت خپله په نشه يي توکو روږدی وو، هغه اوس له نورو معتادینو سره د نشه يي‌توکو په پرېښولو کې مرسته کوي.

سروري دا مهال له نورو سره یو ځای د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د کابل له بېلا بېلو سیمو معتادین راټولوي او د درملنې مرکزونو ته یې لېږدوي.

نوموړی یو وخت همداسې روغتیايي کارکوونکو موندلی او روغتیايي مرکز ته یې بیولی و.

هغه وايي " په همداسې یوه ډله کې برابر شوم زه یې د جنګلک شفاخانې ته بوتلم، هلته تقریبا ۴۵ ورځې بستري وم، دا چې ښه اخلاق مې لرل، زما د ښې رویې له امله مسئولینو پرېکړه وکړه چې باید هلته ورسره کار وکړم".

اجمل سروري دا خپل مسئولیت بولي چې له نورو معتادینو سره همکاري وکړي او هغوی وهڅوي چې له نشو لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG