د لاس رسي وړ اتصالات

ځوانان بېکارۍ اړ کړي چې نېښګري وکړي


ځوانان بېکارۍ اړ کړي چې نېښګري وکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:52 0:00

کندهار کې بېکارۍ او فقر زیات شمېر ځوانان اړ کړي چې د تریاکو په پټیو کې کار وکړي، دغه نېښګر وايي چې دا د دوی لپاره په کال کې د کار کولو یوازنی موسم دی، چې کور ته ګټه راوړي.

کندهار کې بېکارۍ او فقر زیات شمېر ځوانان اړ کړي چې د تریاکو په پټیو کې کار وکړي، دغه نېښګر وايي چې دا د دوی لپاره په کال کې د کار کولو یوازنی موسم دی، چې کور ته ګټه راوړي.

دوی بې روزګاري د خپلو ستونزو اصلي سرچینه ګڼي او وايي چې د تریاکو په کښتونو کې لږ تر لږه د دوو میاشتو لپاره کار ورته پیدا کیږي.

نثار احمد چې د کندهار ښار اوسېدونکی دی وايي د بې روزګارۍ ستونزې له ښار څخه لرې د تریاکو د کښت تر سیمو رسولی.

هغه وايي " که حکومت زموږ سره مرسته وکړي، او کار راته پیدا کړي نو موږ به هیڅکله نېښګرۍ ته ولاړ نه شو".

که څه هم زیاتره نېښګر د تریاکو په زیانونو ښه پوهیږي خو په پټيو کې يې کار کول خپل لوی مجبوریت ګڼي.

دغه کسان وايې که په لږه مزدوري هم بدیل کار ورته پيدا شي، نو هیڅکله نېښګرۍ ته مخه نه کړي.

د تریاکو له پټيو څخه د حاصلاتو د را ټولولو موده کمه وي، او په دوو اونیو کې يې باید ټول حاصل را ټول شي چې له امله یې ګڼو کسانو ته پر یوه وخت د زیات کار کولو زمینه برابریږي.
XS
SM
MD
LG