د لاس رسي وړ اتصالات

ځوان معتاد: تر دې ژوند مې مرګ ډېر ښه دی


ځوان معتاد: تر دې ژوند مې مرګ ډېر ښه دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:36 0:00

ځوان جاوید څلور کاله وړاندې په پاکستان کې په نشه يي توکو روږدی شو، هغه وايي چې د نشو له لاسه یې کورنۍ او کوژدنه ترې پاته شوه او اوس د کابل پر سړکونو شپې سبا کوي.

ځوان جاوید څلور کاله وړاندې په پاکستان کې په نشه يي توکو روږدی شو، هغه وايي چې د نشو له لاسه یې کورنۍ او کوژدنه ترې پاته شوه او اوس د کابل پر سړکونو شپې سبا کوي.

د ننګرهار دغه معتاد وايي چې لومړی یې د چرسو څکول پېل کړل او وروسته یې د تره زوی چې هغه هم په نشه يي توکو روږدی و، د پوډرو پر څکولو راواړوی.

جاوید د کابل ښار پر واټونو کباړ ټولوي چې تر خرڅولو وروسته پرې نشه يي توکي اخلي.

هغه وايي " د ورځې له یو نیم سل افغانیو نیولې تر دوو سوو پیدا کوم چې بیا نشه يي توکي پرې اخلم، څومره چې ډېرې پیسې په لاس راځي هغومره ډېره نشه کوم".

جاوید وايي چې د نشو له لاسه نه یوازې خپله کړیږي، بلکې ټوله کورنۍ ورسره کړیږي.

هغه وايي که مړ وای نو کورنۍ به یې بېغمه وه، خو اوس چې ژوندی دی، کورنۍ ته یې ډېره سخته ده چې په دغسې حالت کې یې ګوري.

جاوید د نشو له امله له ژونده دومره ستړی شوی چې وايي مرګ یې له دې ژونده ډېر ښه دی، هغه وايي نه مرګ ورته راځي او نه یې ژوند ښه کیږي.

XS
SM
MD
LG