د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار: د کوکنارو په پټیو کې له ماشومانو کار اخیستل کیږي


ننګرهار: د کوکنارو په پټیو کې له ماشومانو کار اخیستل کیږي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:29 0:00

په ننګرهار کې د کوکنارو کروندګر په پټیو کې د کوکنارو د کرلو او تریاکو راټولولو لپاره له خپلو ماشومانو کار اخلي، دغه ماشومان وايي‌چې د کار پر مهال یې ډېر کله روغتیايي‌وضعیت خرابیږي.

په ننګرهار کې د کوکنارو کروندګر په پټیو کې د کوکنارو د کرلو او تریاکو راټولولو لپاره له خپلو ماشومانو کار اخلي، دغه ماشومان وايي‌چې د کار پر مهال یې ډېر کله روغتیايي‌وضعیت خرابیږي.

د دغه ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د کوکنارو په پټیو کې ګڼ شمېر ماشومان کار کوي، دوی وايي له کرلو نیولې تر حاصل ټولولو، ټولې چارې پر مخ بیايي.

دغه ماشومان چې د ښوونځیو زده کوونکي هم دي وايي، ډېر کله ګنګس شي خو په یخو اوبو له مخ وینځلو او دمې کولو وروسته بیا کار کوي.

ګل رسول چې له څو کلونو د کوکنارو نېښګري کوي وايي فقر او بې کارۍ دغه کار ته اړ کړی.
د کوکنارو په کروندو کې د ډېرو سیمو ګڼ ماشومان کار کوي چې ځینې یې آن د معتادۍ کچې ته رسېږي.

هغه وايي " د څوارلسو کالو یم، څو کاله کیږي چې کوکنارو کرو او زه په کې کار کوم، دوه نور ورونه مې هم راسره کار کوي".

د دغو ماشومانو د کورنیو غړي وايي ماشومان ور سره ځکه کار کوي چې په یوازې سر د کوکنارو کروندې نه شي سمبالولی.

وايي که حکومت ورته د بدیلو کښتونو په برخه کې مرسته ورسره وکړي، نو هم به یې ماشومان ارام شي او هم به یې اقتصادي حالت ښه شي.

د ننګرهار کرنې اداره وايي د کوکنارو د بدیلو کښتونو لړۍ یې لا له وړاندې پیل کړې او په دې برخه کې به خپله پاملرنه لا هم زیاته کړي.
XS
SM
MD
LG