د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: تر درملنې لاندې معتادې مېرمنې لاسي کارونه زده کوي


کابل: تر درملنې لاندې معتادې مېرمنې لاسي کارونه زده کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:20 0:00

په کابل کې د ځوانو معتادو ښځو د درملنې په یو مرکز کې په بېلا بېلو نشه يي توکو روږدو ښځو ته د درملنې ترڅنګ د ګنډلو، اوبدلو، مرویو او د ستنې کار روزنه هم ورکول کیږی.

په کابل کې د ځوانو معتادو ښځو د درملنې په یو مرکز کې په بېلا بېلو نشه يي توکو روږدو ښځو ته د درملنې ترڅنګ د ګنډلو، اوبدلو، مرویو او د ستنې کار روزنه هم ورکول کیږی.

په دغه مرکز کې دا مهال پنځوس ښځې چې په نشه یي توکو روږدې وې بېلا بېلې حرفوي زده کړې ترلاسه کوي.

یاسمین چې په دغه مرکز کې ښوونکې ده وايي چې دلته معتادې ښځې تر شپږو میاشتو پورې تر درملنه لاندې وي.

هغه وايي " کله چې یې د درملنې لومړی پړاو بشپړ شو، د هغوی شوق ته په کتو حرفوي زده کړه ورکول کیږي او د سالمو کسانو په توګه ټولنې ته وړاندې کیږي".


د دې مرکز مسئولین وايي چې دلته ټولې تداوي شوې ځوانې ښځې اوس له نشه يي توکو پاک ژوند لري، او ځینې یې په بېلا بېلو برخو کې په کار بوختې دي.

دوی وایي کله چې دغه ښځې یو کار زده کړي، دوی ته یوه سالمه بوختیا پیدا کیږي او‌ پام یې له نشه يي توکو څخه کار ته اوړي.

XS
SM
MD
LG