د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې له نشه يي توکو سره د یو مدني فعال مبارزه


په خوست کې له نشه يي توکو سره د یو مدني فعال مبارزه
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:11 0:00

مدني فعال نقیب الله ځلاند چې په خوست کې یې پر ديوالونو د نشه يي توکو د زيانونو په اړه د پيغامونو د ليکلو لړۍ پيل کړې وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزه د ټولنې د هر غړي مسئولیت دی.

مدني فعال نقیب الله ځلاند چې په خوست کې یې پر ديوالونو د نشه يي توکو د زيانونو په اړه د پيغامونو د ليکلو لړۍ پيل کړې وايي چې له نشه يي توکو سره مبارزه د ټولنې د هر غړي مسئولیت دی.

هغه له څه مودې راهيسې په خوست ښار او شاوخوا سيمو کې پر ديوالونوا د نشه يي توکو ضد پیغامونو په رسامي کولو سره غواړي د نشه يي توکو له استعماله د ځوانانو فکر راوګرځوي.

ځلاند وايي دې کار ته يې د يو څو ملګرو په همکارۍ پر ته له کوم امتيازه، په خپل مالي لګښت اوږده ورکړي.

هغه وايي " له هر څه نه مهمه فکر جوړونه ده. موږ ډېر ټينګار پر فکر جوړونه کړی دی. که چېرې فکرونه جوړ نه شي، د مخدراتو هيڅ ډول مخنيوی نه کيږي. موږ کور په کور، کلي په کلي او ولسوالۍ په ولسوالۍ ګرځو، خلکو ته د غونډو، پيغامونو او رسنيو له لارې عامه پوهاوی کوو تر څو د دوی فکر جوړ شوي او وروسته د مخدره موادو مخنيوی کيږي".

ځلاند د جوماتونو پر دروازو او نورو هغو ځايونو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه ډېره ده، د نشه يي‌توکو د زيانونو په هکله پر کاغذونو ليکل شوي پيغامونه هم راځړوي.

هغه وايي " خوشبختانه هغه ځايونه چې د نشه يي موادو کاروبار په کې کيده، ډېری هغه ځايونه سقوط شول. بله نتيجه دا وه چې موږ قومي سيستم ته مخه کړله، د نشه يي موادو پرضد مو قومي تړونونه وکړل".

په عين حال کې د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي چې د يادو پيغامونو په لوستلو سره د خلکو په زړونو کې له نشو څخه کرکه لا ډېرېږي او دا يې د استعمال په مخنيوي کې مثبت اغېز لري.

د خوست اوسېدونکی سيد وزير وايي "که چا ښوونځی ويلی وي، خپله به يې وګوري، که يې نه وي ويلی دا زما وينا ده چې له دې شي نه دې ډډه وکړي. دا شی دې نه څکوي نه دې کاروي. ځکه چې دا د انسان وجود ختموي، له منځه يې وړي".

په خوست کې د نشه يي موادو کرکيله او توليد نشته خو په دې ولايت کې پر دغو موادو لسګونه زره روږدي کسان له نورو سمیو څخه را قاچاق شوي نشه يي توکي کاروي.
XS
SM
MD
LG