د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان کروندګر له حکومت څخه د کرنې په برخه کې مرسته غواړي


د نورستان کروندګر له حکومت څخه د کرنې په برخه کې مرسته غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:46 0:00

د نورستان د لرې پرتو ولسوالیو کروندګر وايي چې دولت له دوی سره د کرنې په برخه کې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.

د نورستان د لرې پرتو ولسوالیو کروندګر وايي چې دولت له دوی سره د کرنې په برخه کې هیڅ ډول مرسته نه ده کړې.

که څه هم دا ډېر کلونه په نورستان کې د کوکنارو کر نه کېږي خو د دې ولایت کروندګر وايي چې د باغدارۍ او نورو کرنیزو برخو کې یې تر اوسه کومه مرسته نه ده ترلاسه کړې.

د برګمټال یو اوسېدونکی عبدالفتاح وايي که پروژې راشي نو له پارون پرته نورو ولسوالیو کې نه پلې کېږي.

هغه وايي‌ " موږ د مجبورۍ له مخې جوار کرو، ځکه دلته یو فصل کرنه کیږي، که حکومت دلته د کرنې په برخه کې مرسته وکړي نو تر ډېره به بېکارۍ او فقر له منځه یوسي ".

ولایتي شورا هم د نورستان لرې پرتو سیمو او ولسوالیو کې کرنیز وضعیت سم نه ګڼي او وايي کرنې اداره دې برخې ته ډېر پام نه کوي.

د نورستان کرنې اداره مني چې له پارون او واما ولسوالیو پرته نورو ساحو ته ډېر پام نه دی شوی، خو وایي چې دې کال کې به ختیځ نورستان کې هم د باغدارۍ دارۍ پروژې پلې کړي.

دوی وایي چې سږ کال به په کامدېش او نورګرام ولسوالیو کې هم په لومړي ځل د باغونو جوړولو چارې شروع کړي.

د کرنې مسئولین وایي هڅه کوي چې ولسوالیو کې کرنیزو پروژو ته نړیوال مالي ملاتړي رامات کړي چې د مساعد چاپیریال په لرلو سره د نورستان ولایت کې د باغونو جوړولو پروژې پلې کړي.


XS
SM
MD
LG