د لاس رسي وړ اتصالات

یوه مېرمن او خاوند یې څنګه په نشه يي توکو اخته شول؟


یوه مېرمن او خاوند یې څنګه په نشه يي توکو اخته شول؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:19 0:00

د غزني د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي زهرا او محمد نادر چې دوې لوڼې هم لري، د ګډ ژوند له پیلولو راهیسې په ګډه نشه توکي کاروي.

د غزني د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي زهرا او محمد نادر چې دوې لوڼې هم لري، د ګډ ژوند له پیلولو راهیسې په ګډه نشه توکي کاروي.

زهرا وايي، د غاښونو د درد له امله یې د تریاکو څخه استفاده کوله چې د وخت په تېرېدو د تل لپاره معتاده شوه.

هغه وايي "دوه وروڼه او دوه خویندې، زه خپله او خاوند مې ټول نشه یان دي، لومړی داسې وو چې خاوند مې معتاد وو او زما په غاښ درد وو، د نشه يي توکو کارولو سره معتاده شوم".

د زهرا خاوند محمد نادر وايي ایران ته د مزدورۍ لپاره تللی وو، چې هلته یې ملګرو په نشو اخته کړ.

محمد نادر وايي "زه په ایران کې معتاد شوم، له دې عمل وروسته مې خواښې راته وویل چې تداوي وکړي کله چې له شفاخانې څخه راغلم مېرمن مې هم معتاده شوې وه".

دغه معتاده جوړه د اوسېدو لپاره سرپناه نه لري او په غزني ښار کې کله یو ځای کله بل ځای شپې سبا کوي.

په دغه ښار کې دې ته ورته سلګونه نورې کورنۍ هم شته چې د نارینه وو په ګډون یې ښځې او ماشومان هم له نشه يي توکو اغېزمن دي.
.
XS
SM
MD
LG