د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت: په ۴۰۰ طالب بندیانو کې ۱۵۴ یې د نشه يي توکو قاچاقبر دي


افغان حکومت: په ۴۰۰ طالب بندیانو کې ۱۵۴ یې د نشه يي توکو قاچاقبر دي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:16 0:00

د افغانستان جمهوري ریاست وايي په ۴۰۰ طالب بندیانو کې چې د طالبانو ډله یې پر خوشې کولو ټینګار لري ۱۵۴ تنه یې د نشه يي توکو قاچاقبران دي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي په ۴۰۰ طالب بندیانو کې چې د طالبانو ډله یې پر خوشې کولو ټینګار لري ۱۵۴ تنه یې د نشه يي توکو قاچاقبران دي.

د افغانستان د جمهور رئیس ویاند صدیق صدیقي وايي چې په دغه لیست کې شامل ۵۶ تنه په اعدام محکوم شوي دي.

ښاغلی صدیقي وايي "په هغه لیست کې چې حکومت له خلکو او د جرګې له غړو سره شریک کړی دی په کې ۱۵۴ تنه د مخدره موادو په قاچاق محکوم شوي، ۵۶ تنه اعدامیان دي او یو شمیر یې نور درانه جرمونه کړي لکه اختطاف، قتل او داسې نور".

ټاکل شوې چې افغان حکومت دغه شمیر طالب بندیان د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیلولو لپاره له زندان څخه آزاد کړي.

د افغانستان جمهور رئیس د سې‌شنبې په ورځ د دغو طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG