د لاس رسي وړ اتصالات

د غزني یو ځوان نانوای څنګه معتاد شو؟


د غزني یو ځوان نانوای څنګه معتاد شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:39 0:00

د غزني اوسېدونکی صدیق الله چې له اوو کلونو راهیسې پوډر څکوي، وايي پخوا یې نانوايي کوله او له خپله کاره یې ښه عاید درلود.

د غزني اوسېدونکی صدیق الله چې له اوو کلونو راهیسې پوډر څکوي، وايي پخوا یې نانوايي کوله او له خپله کاره یې ښه عاید درلود.

هغه وايي د نانوايي کسب یې له پلاره زده کړی او د ده تر څنګ یې نور ورونه هم ټول نانوایان دي، خو له ده څخه د معتادۍ له امله کار پاته شوی دی.

صدیق الله وایي " د مسافري پر مهال مې کار کاوه او پیسې مې ټولولې، د نانوای یو معتاد ملګري زما په پیسو پسې سترګې وې نو انډیوالي یې راسره واچوله، له یو دوو دمو وروسته داسې وخت راغی چې هغه دوه دمه یې ما ته په پنځه سوه افغانۍ هم نه راکول".

صدیق الله دوه کاله وړاندې نامزاد شوی هم دی خو د نشو له امله واده کولو ته زړه نه ښه کوي.

هغه وايي نشو له ژونده ستړی کړی او په دې هڅه کې دی چې له نشو لاس واخلي.
XS
SM
MD
LG