د لاس رسي وړ اتصالات

کابل: پولیسو په روان کال کې د نشه يي توکو ۱۷۳ قاچاقبر او پلورونکي نیولي


کابل: پولیسو په روان کال کې د نشه يي توکو ۱۷۳ قاچاقبر او پلورونکي نیولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:03 0:00

د کابل امنیه قومانداني وايي چې په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې پولیسو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نشه يي‌توکو د مافیا او پلورونکو پر ضد ۱۴۵ عملیات کړي دي.

د کابل امنیه قومانداني وايي چې په تېرو شاوخوا پنځو میاشتو کې پولیسو د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د نشه يي‌توکو د مافیا او پلورونکو پر ضد ۱۴۵ عملیات کړي دي.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز امریکا غږ ته وویل چې په دغو عملیاتو کې د نشه يي توکو ۱۷۳ قاچاقبر او پلورونکي نیول شوي دي.

هغه وايي "له دغو کسانو څخه زیاته اندازه بیلابیل ډوله مخدره مواد ضبط شوي دي، چې وروستي لوی عملیات د کابل په بنايي سیمه کې وو، هلته موږ په زیاته اندازه الکولي مشروبات، کا ټابلیټونه او نور نشه‌يي مواد کشف او ضبط کړل او ۱۳ تنه په دې سیمه کې د مخدره موادو د پلورلو او قاچاق په تور ونیول شول".

د کابل د امنیه قوماندانۍ د معلوماتو پر اساس په نیول شویو کسانو څخه شپږ ماشومانو هم شامل دي.

فرامرز وايي له دغو کسانو څخه ۱۰۴ کیلو ګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي او ۷۷۲۴ ټابلیټ کا نیولي دي.

هغه وايي چې له دې سره هم‌مهاله پولیسو په کابل کې له ۲زرو څخه زیات معتادین هم راټول کړي او د درملنې مرکزونو ته یې لېږدولي دي.

د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې په دغه ولایت کې به د نشه يي‌توکو د مافیا او پلورونکو د تثبیت او نیولو لپاره د پولیسو عملیات په جدي ډول دوام ولري.
XS
SM
MD
LG