د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د سبزیجاتو په پالیزونو د ناروغۍ ګډېدل


په خوست کې د سبزیجاتو په پالیزونو د ناروغۍ ګډېدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

په خوست کې د سبزيجاتو په پالېزونو يو ډول ناروغي ګډه شوې ده، چې له امله یې بوټي وچیږي، کروندګر پر دولتي مسئولینو غږ کوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

په خوست کې د سبزيجاتو په پالېزونو يو ډول ناروغي ګډه شوې ده، چې له امله یې بوټي وچیږي، کروندګر پر دولتي مسئولینو غږ کوي چې د دې ناروغۍ د مخنیوي په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

دوی وايي که د دغې ناروغۍ مخه ونیول شي له یوې خوا د دوی اقتصاد ښه کيږي او له بلې خوا په نورو سیمو ک هم کروندګر د نشه يي‌توکو بدیلو کښتونو کرلو ته هڅیږي.

د خوست د ګربزو ولسوالۍ اوسېدونکي شريف د دوو کلونو راهيسې د سبزيجاتو کر کيلې ته مخه کړې او اوسمهال يې پر دوه جريبه ځمکه د رومي بانجانو او شنو مرچو پالېز کرلی دی.

هغه وايي حاصلات يې معمولاً ښه وي خو له دې کبله چې په دې وروستيو کې يو ډول ناروغي پرې ګډه شوې، بوټي يې له وچېدو سره مخ شوي.

هغه وايي‌ " رومي بانجان سوې وهلې دي. مرچو کې هم همدا مرض لګيدلی. زراعت ته مو وړي وو خو معلوم نشو چې دا څه ډول مرض دی. ښار کې دوا ورته اخلو خو هغه تاثير نه پرې لري. له بېخه وچ شي او ختم شي".

شريف وايي، د اصلاح شويو تخمونو، کيمياوي سرې او د ناروغيو د درملنې او مخنيوي په برخه کې له کروندګرو نه د دولت ملاتړ يې هم اقتصاد ښه کوي او هم د نشه يي توکو په کرلو بوخت بزګران بديلو کښتونو ته هڅوي.

دغه کروندګر وايي "دا خو ډېر بد تاثير پرې لري، ځکه چې اقتصاد يې کمزوری کيږي. داسې بزګران شته چې کوم بل کاروبار نه لري. همدې ځمکې ته ناست وي. بل نشه يي مواد حرام دي. سبزي چې وکري دا حلال رزق دی".

د خوست د مرکز متون سيمې اوسېدونکی محمدا جان بیا وايي، چې د سبزيجاتو کرل او پالنه اسانه او د نورو کرنيزو محصولاتو په نسبت يې اقتصادي او ګټوره ده، خو د دولت پاملرنه لازمه ګڼي.

هغه وايي "د تخمونو په باره کې دا درخواست لرم چې روغ تخمونه موږ ته راورسيږي. نو سل په سلو کې به روغ شی وي او ښه شی به هم وي. د خلکو د نفعې لپاره به هم وي".

د يو شمېر بزګرانو په وينا د سبزيجاتو کرکيله هم د کوکنارو او چرسو ښه بديل جوړيدای شي، خو په کار ده چې د مرضونو د مخنیوي او بازار موندنې په برخه کې ورسره مرسته وشي.
XS
SM
MD
LG