د لاس رسي وړ اتصالات

روح الله: نشې پرېږدم، چې کورنۍ راته کوژدنه وکړي


روح الله: نشې پرېږدم، چې کورنۍ راته کوژدنه وکړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

په لغمان کې په نشه يي توکو یو اخته ځوان ځان ددې لپاره روغتون کې بستر کړی، که ښه شي نو کورنۍ به یې کوژدنه ورته وکړي.

په لغمان کې په نشه يي توکو یو اخته ځوان ځان ددې لپاره روغتون کې بستر کړی، که ښه شي نو کورنۍ به یې کوژدنه ورته وکړي.

دا ځوان وايي اوس یې صحت مخ په ښه کېدو دی او تمه لري چې له معتادۍ څخه به خلاص او بېرته به عادي ژوند ته وګرځي.

دوه دېرش کلن روح الله کلونه پخوا ایران ته په مزدورۍ پسې تللی و چې هلته په تریاکو معتاد شو، وايي اول ځل یې د وجود د درد لپاره استعمال کړل، خو وروسته پوخ عملي شو او چې څه به یې ګټلې نو په جیب کې به یې نه پاتې کېدې.

هغه وايي‌" زه په ایران کې وم چې معتاد شوم، هلته به مې کار کاوه، ماښام چې به راغلم وجود به مې درد کاوه، یوه ورځ راته یوه ملګري وویل چې تریاک وخوره چې د وجود درد دې ښه شي، چې ومې خوړل نو دردونه مې شه شول. بس ورو ورو پرې معتاد شوم او دوه کاله مې وڅکل، وروسته بیا بېرته خپل وطن ته راغلم ، خو له نشې نه شوم اوښتلی".

دغه ځوان معتاد چې د لغمان د معتادینو په شل بستریز روغتون کې بستر دی او اوس یې صحت مخ په ښه کېدو دی.

وايي کورنۍ سره یې ژمنه کړې چې نشه به پرېږدي، خو د کاله غړو یې هم وعده ورکړې که ښه شو نو کوژدن ورته کوي، روح الله دې کار ته ځکه خوشاله دی چې راتلونکی ژوند به یې جوړ شي.

روح الله وايي " دلته مې اوس وجود ښه دی او په ښه کېدو یم، ما مې کورنۍ ته وویل چې زه به ځان بستر کړم او چې روغ شوم نو بیا به هیڅکله هم نشه يي توکي ونه کاروم، خو کورنۍ مې هم را سره وعده کړې ده چې که روغ شوې نو کوژدن راته کوي او زه ورته خوشاله یم چې راتونکی ژوند به مې ښه شي".

روح الله وايي په ګاونډ کې یې ډېر نور کسان هم په نشه يي توکو روږدي دي، خو د ده له ښه کېدو سره به ډېر روغتونونو کې ځانونه بستر کړي چې د نشې له عمله واوړي.

د لغمان په دغه شل بستریز روغتون کې هره یوه نیمه میاشت پس د ۲۰ معتادینو درملنه کېږي، خو مسئولین یې وايي د نشه يي توکو معتادین دومره زیات شوي چې هره میاشت لسګونه کسان د تداوۍ لپاره په منتظرینو کې لیکي.
XS
SM
MD
LG