د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیسو یو پخوانی سرتېری څنګه په نشو اخته شو؟


د پولیسو یو پخوانی سرتېری څنګه په نشو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:33 0:00

یو پخوانی پولیس سرتېري محمد صمیم چې له شپږو کلونو راهیسې په نشه يي توکو روږدی دی نه یوازې خپله دنده بایللې بلکې د نشو له امله یې ژوند له کړاوونو سره مخ شوی دی.

یو پخوانی پولیس سرتېري محمد صمیم چې له شپږو کلونو راهیسې په نشه يي توکو روږدی دی نه یوازې خپله دنده بایللې بلکې د نشو له امله یې ژوند له کړاوونو سره مخ شوی دی.

هغه وايي چې خپلو ملګرو په نشو اخته کړی، په پېل کې یې چرس څکول خو اوس د شیشې په نشه اخته دی.

محمد صمیم وايي غواړي چې له نشه يي‌توکو لاس واخلي، خو د هغه په خبره په کار ده چې نشه يي‌توکو ته اسانه لاسرسی له منځه لاړ شي.

هغه وايي " د خوشې کولو لپاره تصمیم لرم خو یو شی دی، چې که دغه معتادین او نور ګرده ټول نه شي ستونزمنه، ترڅو چې د نشه يي‌توکو د کاروبار رېښې پرې نه شي نه کیږي، دا هره ورځ راشه مواد پلورونکي ونیسه بندي یې کړه بیرته یې خوشي کړه، دا نتیجه نه ورکوي، خپله مې لیدلي حوزې ته مې بېول پيسې به یې ترې واخیستې بېرته به یې خوشي کړل دا چې نه سمیږي همدا یې علت دی چې ریښې یې نه پرې کیږي".

محمد صمیم وایي چې د اعتیاد له لاسه یې واده هم ونه کړ، ځکه چې پر ځان باوري نه وو چې دا هر څه به څنګه ترسره کوي.

هغه وايي نه غواړي چې د مېرمنې ژوند له ځان سره خراب کړي‌، وايي هغه مهال به واده وکړي‌ چې په بشپړه توګه له نشه يي توکو پاک ژوند ولري.
XS
SM
MD
LG