د لاس رسي وړ اتصالات

شپیلۍ غږوونکی پخوانی معتاد


شپیلۍ غږوونکی پخوانی معتاد
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:43 0:00

مطیع‌الله چې په "نی‌نواز ماما" مشهور دی او د کابل پر واټونو د شپېلۍ د غږولو له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه ګټي وايي، کله چې یې مېرمن مړه شوه نو نشه يي توکو ته یې پناه یووړه.


مطیع‌الله چې په "نی‌نواز ماما" مشهور دی او د کابل پر واټونو د شپېلۍ د غږولو له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه ګټي وايي، کله چې یې مېرمن مړه شوه نو نشه يي توکو ته یې پناه یووړه.

د مطیع‌الله پر وینا اوس یې ځان له مخدره موادو ژغورلی او له ډېرې مودې راهیسې نشې نه کوي.

دی وايي "کله چې مې میرمن مړه شوه زه په مخدره موادو روږدی شوم...په هغه وخت کې د فرانسویانو یو دفتر وو چې د معتادینو درملنه یې کوله... زه او یوولس نور معتادین په همدې دفتر کې لس ورځې بستر شوو او ښه شوو. موږ په ډېره آسانۍ مواد پرېښودل چې اصلاً هیڅ پوه نشوو چې موږ هم کله معتاد وو".

مطیع‌الله وايي کله چې ځوان وو پر یوې نجلۍ مین شو او له شپږو کلونو وروسته یې ورسره واده وکړ.

دی زیاتوي چې له میرمن سره یې د شاوخوا شپږ کاله ګډ ژوند وروسته هغه د سرطان د ناروغۍ له امله مړه شوه.

هغه وايي "په لومړیو کې ورباندې پوه نشوم خو کله چې دردونو یې زور واخیست ډېرې پیسې مې د هغې په درملنې ولګولې خو وخت تیر وو او هغه مړه شوه. ما مخدره موادو ته پناه ویوړه او معتاد شوم، کله چې تازه مین شوی وم شپیلۍ مې غږوله، چا سره مې شاګردي نه ده کړې په خپله مې زده کړې ده".

مطیع الله وايي له خپلې مېرمنې یو زوی لري او د هغه د زده‌کړو او د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره د کابل پر واټونو شپیلۍ غږوي او له دې لارې هره ورځ تر ۴۰۰ افغانۍ ګټي.
XS
SM
MD
LG