د لاس رسي وړ اتصالات

د پنځو بچیانو معتاد پلار


د پنځو بچیانو معتاد پلار
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:13 0:00

د غزني اوسېدونکی اسدالله چې اوس د دې ولایت د معتادینو په پنځوس بستریز روغتون کې تر درملنه لاندې دی، وايي په ایران کې یې سخت کار کاوه چې له امله یې په نشو اخته شو.


د غزني اوسېدونکی اسدالله چې اوس د دې ولایت د معتادینو په پنځوس بستریز روغتون کې تر درملنه لاندې دی، وايي په ایران کې یې سخت کار کاوه چې له امله یې په نشو اخته شو.

هغه چې پنځه ماشومان لري او د خپلې کورنۍ سرپرست دی، وايي دوولس کاله وړاندې یې په ایران کې اول د دردونو لپاره تاریاک کارول چې وروسته په نورو نشو پسې اخته شو.

اسدالله وايي چې کله بېرته هېواد ته راوګرځېدی نو شیشه او پوډر یې هم شروع کړل.

هغه وايي " په ایران کې مې مزدوري کوله، سخت کارونه مې کول، ځینو خلکو ویل چې دا تریاک وکاروه په ستړیا به نه پوهېږې، رښتیا هم داسې وو، په شروع کې په ستوماني نه پوهېدم، کله چې بېرته راغلم دلته په پوډرو روږدی شوم، زامن مې ایران کې مزدوري کوي زه دلته پوډر څکوم، پوډرو او شیشې مې د ژوند هر څه راڅخه واخیستل".

اسدالله وايي که څه هم نشې د ژوند ټولې خوښۍ او شتمنې ترې اخیستې خو تمه لري چې په روغتون کې تر درملنې وروسته به بېرته عادي ژوند او کار ته ګرځي.
XS
SM
MD
LG