د لاس رسي وړ اتصالات

په خوست کې د معتادینو پر زیاتوالي د خلکو اندېښنې


په خوست کې د معتادینو پر زیاتوالي د خلکو اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:57 0:00

د خوست يو شمېر اوسېدونکي له دولت څخه غواړي چې د نشه يي توکو د خرڅلاو او استعمال د زيانونو په اړه پراخ عامه پوهاوی وکړي.

د خوست يو شمېر اوسېدونکي له دولت څخه غواړي چې د نشه يي توکو د خرڅلاو او استعمال د زيانونو په اړه پراخ عامه پوهاوی وکړي.

په داسې حال کې چې په دې وروسيو څو مياشتو کې د نشه يي توکو د استعمال او خرڅلاو د زيانونو په اړه د دولت له لوري کوم عامه پوهاوی نه دی ترسترګو شوی، د خوست اوسېدونکي پراخ عامه پوهاوی خورا اړين بولي.

خلک وايي رسنيو سربېره دې، په کليو بانډو، د ولسواليو په مرکزونو او د ولايت په ښار کې د يادو موادو پرضد د پوهاوي لپاره له غونډو، کنفرانسونو او د جوماتونو له ملا امامانو څخه کار واخيستل شي.

د خوست یو اوسېدونکی وايي "نشه يي مواد چې ځوانان کاروي، ځوانان بې لارې کيږي. يوه ورځ يو ځوان، سبا بل ځوان او بله ورځ بل ځوان. بالاخره يو ګروپ جوړوي. له دېنه ټولنه ډېره متاثره کيږي. نو له حکومت نه مو ډېره غوښتنه دا ده چې دغه اړخ ته زياته توجه وکړي".

په ځينو سيمو کې د خلکو له لوري د نشه يي توکو د استعمال د زيانونو په اړه څه ناڅه پوهای ليدل کيږي، خو د خوست له نشه یي‌توکو سره د مبارزې رئیس نجی الرحمن همدرد وايي چې د محدودو امکاناتو له کبله يې په دې برخه کې فعاليت يو څه کمزوری شوی دی.

هغه وايي "له ډونر نه مو هيله دا ده چې د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت ته امکانات په اختيار کې ورکړي. ترڅو د نشه يي توکو په برخه کې پراخ عامه پوهاوی ترسره شوی وي او لازم تصاميم په دې برخه کې نيول شوي وي".

نجی الرحمن همدرد وايي، وروسته له هغه چې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې وزارت د کورنيو چارو په وزارت کې مدغم شوی، په دغه ولايت کې له مخدراتو سره د مبارزې فعاليتونه کمرنګه شوي دي.

نوموړی وايي "هغه امکانات چې د نشه يي توکو د مبارزې په برخه کې پخوا موږ لرل، هغه امکانات اوس نشته، ځکه پخوا به د نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت سره ډونرانو کار کولو په مختلفو بخشونو کې، عامه پوهاوي په بخش کې، د کوکنارو د نه کرولو په بدل کې به يې ولايتونو ته فنډ ورکولو".

په ټوليزه توګه اندېښنه دا ده چې په دغه ولايت کې نشه يي توکو ته آسانه لاسرسی د دې لامل شوی، د معتادینو شمېر ورځ تر بلې مخ پر ډېرېدو دی.
XS
SM
MD
LG