د لاس رسي وړ اتصالات

معتاد پلار او مور او د هغوی سوالګره لور


معتاد پلار او مور او د هغوی سوالګره لور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:06 0:00

د غزني اوسېدونکی عبدالخالق چې شاوخوا ۲۵ کاله کېږي معتاد دی وايي، په ۱۱ کلنۍ کې ایران ته د مزدورۍ په نیت تللی وو چې هلته یې ملګرو په نشو اخته کړ.


د غزني اوسېدونکی عبدالخالق چې شاوخوا ۲۵ کاله کېږي معتاد دی وايي، په ۱۱ کلنۍ کې ایران ته د مزدورۍ په نیت تللی وو چې هلته یې ملګرو په نشو اخته کړ.

هغه چې د غزني ښار په یوه وېرانه کې له خپلې مېرمنې او لور سره شپې او ورځې سبا کوي وایي یو زوی يې ایران کې مزدوري کوي او د ژوند چارې يې په همدې مخته ځي.

عبدالخالق وايي "په ۱۳۷۵ کال کې، لومړی ما تریاک کارول له هغه وروسته مې کریستال څکول. په ۱۱ کلنۍ کې ایران ته په قاچاق تللی وم، هېڅوک مې نه درلودل، اولادونه لرم او خپله هم د کار نه یم یو زوی مې ایران کې کار کوي او پیسې رالېږي. هغه پیسې چې مونږ په نشه ورکړې باور وکړئ که په کاروبار مې مصرف کړې وای د غزني لوی شتمن به وم".

د عبدالخالق مېرمن زلیخا هم په نشه يي‌ توکو روږدې ده، وايي په پیل کې یې نشه يي توکي د درد کمولو په موخه کله ناکله ځکه کارول چې خاوند یې د درملنې پیسې نه درلودې چې بالاخره د خاوند په څېر دا هم معتاده شوه.

هغه وايي "د ناروغۍ په وخت کې مې غوښتل چې درد مې کم شي، یو دوه دوده مې وڅکول جوړه هم نه شوم بلکې د تل لپاره معتاده شوم".

د دغو معتادینو کشره لور فاطمه سوالګري کوي چې مور او پلار ته د پوډرو پیسې پیدا کړي.

عبدالخالق او زلیخا وايي، زوی ته د واده کولو په تکل یې د ډېرو خلکو دروازې ټکولي خو د اعتیاد له امله هېڅوک له هغوی سره دوستي ته زړه نه ښه کوي.
XS
SM
MD
LG