د لاس رسي وړ اتصالات

په لغمان کې د معتادینو د درملنې لپاره د امکاناتو کمی


په لغمان کې د معتادینو د درملنې لپاره د امکاناتو کمی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:24 0:00

په لغمان کې د معتادینو د شل بستریز روغتون مسئولین وايي په هره دوره کې د بسترونو د کمښت له امله ډېر معتادین منتظر پاتې کېږي.

په لغمان کې د معتادینو د شل بستریز روغتون مسئولین وايي په هره دوره کې د بسترونو د کمښت له امله ډېر معتادین منتظر پاتې کېږي.

دوی وایي مراجعین یې ورځ تر بلې زیاتیږي، خو د امکاناتو د نشتوالي له امله د ټولو مراجعینو چې په نشه يي‌توکو معتاد دي درملنه نه شي کولی.

په لغمان کې د معتادینو د درملنې روغتون مسئول ډاکټر اجمل ساپی وايي اوس هره یوه نیمه میاشت کې تر شلو ناروغان بستروي، خو دا چاره بسنه نه کوي.

هغه وايي "هره میاشت کې له لسو تر پنځلسو داسې ناروغان مراجعه کوي چې موږ سره ځای نه وي او دوی مجبور وي چې راتلونکې ته منتظر شي، یعنې منتظرین وي. نو دا روغتون وړوکی دی بسترونه یې کم دي او لغمان کې ناروغان ډېر دي نو که دا روغتون پنځوس بستریز شي دغه ستونزه به حل شي".

د روغتون ډاکټران وايي له بېلابېلو ولایتونو نه ورته په نشه يي توکو معتاد ناروغان ورځي او په ژمي کې خو پرې بیروبار بیخې زیات وي، ځکه ډېری معتادین غواړي لغمان کې ځانونه بستر کړي.

په لغمان کې د معتادینو د درملنې روغتون ډاکټر محمد یونس وايي "د کابل، ننګرهار، لغمان او نورستان څخه ډېر ناروغان دلته ځانونه بستروي، خصوصا په ژمي کې زموږ ناروغان ډېر دي، ځکه کابل کې یخني وي او ډېر کسان همدلته راځي. موږ غوښتنه کړې ده چې د روغتون بسترونه زیات شي نو دا به ستونزه یو څه هواره کړي".

د لغمان روغتیا ریاست وايي هڅې یې پیل کړي چې د دغه شل بستریز روغتون بسترونه ډېر او د معتادینو د درملنې ظرفیت لوړ شي، او د اعتیاد کچه راکمه شي.

XS
SM
MD
LG