د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د معتادینو له زیاتوالي د خلکو شکایت


په کابل کې د معتادینو له زیاتوالي د خلکو شکایت
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:41 0:00

د کابل د سرای شمالي اوسېدونکي او دوکانداران په دې سیمه کې د معتادینو له پراخ حضور څخه شکایت کوي او وايي، چې معتادین یې لارې نیسي او غلاوې ترې کوي.


د کابل د سرای شمالي اوسېدونکي او دوکانداران په دې سیمه کې د معتادینو له پراخ حضور څخه شکایت کوي او وايي، چې معتادین یې لارې نیسي او غلاوې ترې کوي.

دوی وايي د دې سیمې د یوې غونډۍ په څنډه کې سلګونه معتادین دېره دي چې د سیمې اوسېدونکو ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.

حاجي اکبر چې په دغه سیمه کې دوکانداري کوي وايي "نه خپل دوکان پرېښودلی شو چې چېرته لاړ شو، نه لمانځه ته تللی شو، نه کوم کار پسې تللی شو، که دوی (معتادین) له دې ځای څخه لاړ شي موږ ته ښه ده. که د ورځې نه وي کله مو چې د شپې خپل مال بهر پرېښې وي راڅخه غلا شوي دي، زما په خپله له همدغه ځای څه ورک شوي دي".

د دې سیمې بل اوسېدونکی عبدالقهار وايي چې د معتادینو له غلاوو په عذاب دی، هغه پولیسو غوښتنه لري چې دلته د معتادینو د راټولېدو مخه ونیسي.

هغه وايي‌ "موږ له دوی سره ډېر په عذاب یو، کله کله د خلکو نه ټیلیفون وهي او د سرای شا ته ځان ورکوي، هلته بل کس شته چې له دوی سره مرسته کوي، کله چې څوک خپل ټیلیفون پسې ورشي هلته بل کس چاړه په لاس ولاړ وي او وايي چې وهمه دې".

دوی له حکومت څخه غواړي چې ددې ستونزې په له منځه وړلو کې له خلکو سره مرسته وکړي او له دې سیمې څخه معتادین ټول کړي.

دا په کابل کې یوازېنۍ سیمه نه ده چې اوسیدونکي یې د معتادینو له راټولېدو شکایت کوي، بلکې د دې ښار په څو نورو سیمو لکه پُل‌سوخته، کارته نو، حضوري چمن، قوای مرکز، شهرنو او نورو سیمو کې هم زیات شمیر معتادین دیره دي او په عام محضر کې مخدره مواد کاروي.
XS
SM
MD
LG