د لاس رسي وړ اتصالات

د ځنګلونو بیا رغونې لپاره د کرنې وزارت هڅې


د ځنګلونو بیا رغونې لپاره د کرنې وزارت هڅې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:28 0:00

د کرنې وزارت په راتلونکو دوو کلونو کې په خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې څه باندې دوه ميليونه د جلغوزو او چارمغزو نيالګي کښېنوي.


د کرنې وزارت په راتلونکو دوو کلونو کې په خوست، پکتيا او پکتيکا ولايتونو کې څه باندې دوه ميليونه د جلغوزو او چارمغزو نيالګي کښېنوي.

د کرنې مسئولين وايي چې د ځنکلونو بيا احياء، د ځايي خلکو او ګروندګرو اقتصادي پياوړتيا او حلالو کښتونو ته د ګروندګرو هڅول يې اساسي موخې دي.

د عامه پوهاوي په یو پروګرام کې د هغو اووه دېرشو کليوالي شوراګانو غړي راټول شوي، چې د جلغوزیو او چارمغزو ځنکلونو د ببا راژوندي کولو، ساتنې او پالنې په موخه جوړې شوې دي.

دوی وايي چې د کرنې وزارت د عامه پوهاوي د مسلسلو پروګرامونو ترڅنګ د وچې ميوې قيمت ته په کتو سره يې د جلغوزو او چارمغزو د ونو ساتلو ته پاملرنه زياته کړې ده.

د کرنې وزارت د طبیعي زېرمو رئیس محمد رفیق قاضي زاده وايي چې په خوست، پکتیا او پکتیکا ولايتونو کې په راتلونکو دوو کلونو کې ۲۱ لکه د جلغوزو او چارمغزو ونې کښېنوي.

هغه وايي "دغه نيالګي به موږ د يوه ميکانيزم پر اساس واخلو. دا په دې معنی نه ده چې دا اخلو او وړو يې، دا په دې معنی ده چې دا به دوی وړي او هلته به يې کښېنوي".

د نوموړي په خبره، د ځنکلونو بيا احياء، د ځايي خلکو او ګروندګرو اقتصادي پياوړتيا او د هېواد په مختلفو ولايتونو کې حلالو کښتونو ته د کوکنار پر کرکيله د بوختو ګروند هڅول يې اساسي موخې دي.

ښاغلی قاضي زاده وايي "تاسو وګورئ د خوست، پکتيا او پکتيکا جلغوزي نه تنها د ولايت په کچه معيشت کې سهم لري، په ملي کچه زموږ په عوايدو او اقتصاد کې سهم لري. حتماً د دې پروژې تاثيرات که مستقيم نه وي، په غير مستقيم ډول پر ټولو ولايتونو راځي".

د کرنې وزارت د مسؤلينو په وينا، په دې پروکرام کې د خوست، پکتيا او پکتيکا ټولې پنځلس ځنګل لرونکې ولسوالۍ شاملې دي او د جلغوزو او چارمغزو نیالګیو د توليد تر درې سوه زياتې قوریه ګانې په دغو ولسواليو کې جوړې شوي او پر نورو کار روان دی.
XS
SM
MD
LG