د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار تخته پل کې د طالبانو بريد کې څلور پوليس وژل شوي


عکس ارشيف
عکس ارشيف

د کندهار په تخته پل ولسوالۍ کې د طالبانو بريد کې درې وسله وال بريدګر او څلور پوليس وژل شوي دي٠

پېښه نن يکشنبه غرمه ډيورنډ کرښې ته نږدې د تخته پل ولسوالۍ په مليد سيمه کې رامنځته شوې.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال بارګزی وايي چې پېښه د وسله والو د یوه برید له کبله رامنځته شوې.

ده وويل:"نن غرمه د تخته پل ولسوالۍ د ملید پر پوسته وسله والو ترهګرو ډله ییزه برید کړی چي په پایله کې يې ۳ وسله وال او ۴ پوليس وژل شوي٠"

خو د کندهار یوې امنیتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط اشنا رادیو ته وويل چې نن غرمه د تخته پل ولسوالۍ په (ملید) امنیتي پوسته کې د ننه څلورو پوليسو پر خپلو همکارانو برید کړی او خپل ۷ همکاران يې وژلي.

سرچیني زیاته کړه چې تر برید وروسته برید کونکې نفوذي پوليس له وسله والو طالبانو سره یو ځای شوي او وروسته يې د پوستې ټولي وسلې او مهمات يې هم له ځان سره وړي.

تخته پل د کندهار د هوايي ډګر او سپین بولدک ترمنځ پرته ده چې له امنیتي پلوه د کندهار له امن سیمو څخه بلل کیږي.

د نفوذي بریدونو ستونزه ګڼي پېښي په پخوا کې رامنځ ته شوي خو امنيتي چارواکې وايې چې د کشفي او استخباراتي ادارو له لوري پدې برخه کې پاملرنه زیاته شوي او د ګڼو پېښو مخه يې نیولې.

خپله وسله والو طالبانو د کندهار د نفوذي برید په اړکه کومه تبصره نده کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG