د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: د انارو لپاره د مارکېټ پر نشتوالي اندېښنې


کندهار: د انارو لپاره د مارکېټ پر نشتوالي اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:02 0:00

په کندهار کې د انارو باغ لرونکي وايي چي سږکال يې باغونو ښه حاصل نیولی خو د مارکېټ نه شتون ته یې اندېښمن دي.


په کندهار کې د انارو باغ لرونکي وايي چي سږکال يې باغونو ښه حاصل نیولی خو د مارکېټ نه شتون ته یې اندېښمن دي.

باغ لرونکي که یو خوا د انارو حاصل ته خوښ‌ دي نو بل خوا یې د خرڅلاو په اړه اندېښمن دي، د کرنې ریاست د اټکل له مخې سږکال د کندهار د انارو حاصل لس سلنه ډېر شوی.

د انارو د باغ یو څښتن حاجي وکیل وایي "زموږ حاصل سږکال ډير ښه دی هري درختي ډير بار نیولی خو زموږ غوښتنه د مارکېټ ده که زموږ مېوه هر څومره زیاته وي خو چي مارکېټ ونلري ګټه يې موږ ته نه رسیږي".

انار د کندهار تر ټولو مشهوره تازه مېوه ده چې نړیوال شهرت لري. د کندهار د ارغستان او ارغنداب ولسوالیو انار په کورني مارکېټ کې هم ځانګړی شهرت لري خو باغ لرونکي يې وايي که انار تر نړیوالو مارکېټونو ورسیږي نو د دوی تر څنګ به حکومت هم ښه عاید تر لاسه شي.

زیاتره باغ لرونکي وايي چي د حاصل د را ټولولو پر وخت د تازه مېوو د صادراتو او مارکېټ پیدا کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ کیږي.
ځيني یې په دې باور دي چې د نشه يي توکو د کښت ستونزه هم له دې همدې امله پر خپل ځای پاته ده چې د ځمکه والو حاصلاتو ته ښه بازار نشته او باغ لرونکي یې له مالي ستونزو سره مخ وي.

عبیدالله چې پخوا یې نشه يي توکي کرل، وايي چې د میوو لپاره باید مارکېټ پیدا شي " هر ځای چي نشه يي توکي کرل شوي په هغه سیمه کې نشه یان هم ورسره زیات شوي موږ غواړو چي نوي باغونه جوړ شي او د سبزیو کښت وشي او بیا هغوی ته بازار پيدا شي چي څوک بیا نشه يي توکي ونه کري".

په کندهار کې پر ټولټال ۹۵۰۰ جریبه ځمکه د انارو باغونه ولاړ دي چي د حاصل کچه يې تر ۱۹۰ زره ټنه زیاته اټکل شوې.

د سپین بولدک – چمن دروازې تړل کېدو د انارو له باغ لرونکو سره داسې اندېښنې پیدا کړي چې کېدای شي پاکستان ته د انارو د صادرولو پروخت بیا له یادې ستونزې سره مخ شي.
XS
SM
MD
LG