د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: معتادین وايي چې باید د درملنې او کار غم یې وخوړل شي


کندهار: معتادین وايي چې باید د درملنې او کار غم یې وخوړل شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:37 0:00

په کندهار کې په نشه روږدي وايي چې د اعتیاد له لاسه یې د ژوند ټول امکانات له لاسه ور کړي او کورنۍ يې اوس په بې وزلۍ کې ژوند تېروي.


په کندهار کې په نشه روږدي وايي چې د اعتیاد له لاسه یې د ژوند ټول امکانات له لاسه ور کړي او کورنۍ يې اوس په بې وزلۍ کې ژوند تېروي.

دغه معتادین چي بیلا بیل کسبونه يې زده دي وايي چې د زیاتو نشو له امله کار نه شي کولای چې د کورنیو اړتیاوې پوره کړي.

د بار وړونکې لارۍ چلوونکی عبدالسلام وايي له هغه راهیسې چي په نشه معتاد شوی خپلې پیسې او امکانات یې ټول له لاسه ورکړي.

هغه وايي "موټر مې درلودی خو په نشه کې مې وبایلی، کور کې مې په دا څو میاشتو د غرمې له خوا ډوډۍ نه ده خوړلې د شپې ناوخته کورته ځم، کورنۍ مې اکثره وختونه د خوراک څه نه لري او زما له خپل ژوند څخه زړه تور شوي دي".

جمعه ګل مخکې نانوايي لرله خو اوس يې نه یوازې داچې ټول مالي امکانات له لاسه ور کړي خپل کسب هم ورڅخه پاته دی.

هغه وايي‌ چې ټوله پاملرنه يې د نشې د پیدا کولو ته ده او ژوند یې سخت شوی.

هغه وايي "زه مشهور نانوای يم، د ښار زیات نانوایان مي پېژني ښه کار و روزګار مي وو، په لومړیو کې په چرسو روږدی شوم، اوس دا دی ښېښه تریاک او نور نشه يي توکي استعمالوم ژوند مې له ستونزو څخه ډک دی او چې نشه را ونه رسیږي حالت مو زیات خراب وي".

دغه معتادین له پولیسو غواړي چې د نشه يي‌ توکو د خرڅلاو مخه ونیسي.

دوی وايي‌که په بازار کې نشه يي‌توکي پیدا نه شي، نو نه یوازې به دا اوسني معتادین له نشو لاس واخلي، بلکې د نویو کسانو په نشو د اخته کېدو مخنیوی به هم وشي.

په نشه يي توکو بوخت تورجان وايي "زما خیاطي زده ده خو اوس په نشه اخته یم د نشه يي موادو د ډير کاروبار له کبله نوي کسان هم په نشه اخته کیږي او موږ هم په اسانی مواد تر لاسه کولای شو د نشه يي توکو د کاروبار باید کلکه څارنه او مخ نیوی وشي".

په کندهار کې نشه يي‌توکو اسانه لاسرسی او بېکاري د معتادینو د زیاتوالي لوی لاملونه بلل کیږي، کندهار ښاریان هم د ورځ تر بلې زیاتېدونکو معتادینو له امله اندېښمن دي او وايي چې پولیس او نورې اداري باید د دې ستونزې د اوارولو غم وخوري.
XS
SM
MD
LG