د لاس رسي وړ اتصالات

په ننګرهار کې د الویرا کښت


په ننګرهار کې د الویرا کښت
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:10 0:00

په ننګرهار کې د الویرا بوټي ازمایښتي کرل پیل شول، د کرنې مسئولین وايي د کوکنارو د بدیل لپاره به په ولسوالیو کې کروندګرو ته د دغه بوټو باغونه جوړ کړي چې بزګر له اقتصادي ستونزو خلاصی پیدا کړي.


په ننګرهار کې د الویرا بوټي ازمایښتي کرل پیل شول، د کرنې مسئولین وايي د کوکنارو د بدیل لپاره به په ولسوالیو کې کروندګرو ته د دغه بوټو باغونه جوړ کړي چې بزګر له اقتصادي ستونزو خلاصی پیدا کړي.

دا په ننګرهار کې د الویرا بوټي اولنی کر دی چې حاصل ته نږدې شوی، مسئولین وايي په راتلونکې یوه میاشت کې به یې حاصلات راټول کړي.

د کرنې مسئولین وايي تر هرات او کندهار وروسته یې ننګرهار کې په سل جریبه ځمکه د الویرا ازمایښتي کښت پیل کړی، چې شپېته جریبه یې کرلي او څلوېښت یې لا پاتې چې دا مهال یې په کر لګیا دي.

د کانال رئیس عبدالقهار وايي "موږ په اول ځل سل جریبه ځمکه کې د الویرا ازمایښتي فارم جوړ کړ چې شپېته جریبه یې تکمیل شوی او څلوېښت جریبه باندې کار روان دی. دا دوه برخې لري یو یې د زراعت او بل یې د صنعت زراعت برخه باندې یې کار وشو او تر دې وروسته غواړو په صنعت برخه یې کار وکړو، زه په ډاډ سره ویلی شم چې الویرا د کوکنارو لپاره ښه بدیل دی))

هغه وايي د الویرا قیمتي بوټي کر به ولسوالیو ته هم وغځوي چې کروندګرو ته به له اقتصادي اړخه ډېره ګټه وکړي او تر څنګ یې به هغه کروندګر هم کرلو ته وهڅوي چې د نشه يي توکو په کرلو اخته دي.

د جلال اباد په فارم هډې سیمه کې د الویرا په باغ کې کارکوونکي وايي کروندې یې حاصلاتو ته نژدې شوي دي.

د باغ یو کارکوونکی سمیع الله د الویرا له کښت څخه خوښ دی "درې میاشتو کې مو دا بوټي وکرل او دوه میاشتې کېږي چې پالنه یې کوو، دا بوټي به راتلونکو پنځوسو ورځو کې حاصل ورکړي، دا بوټی په کال کې درې ځله حاصل ورکوي او موږ خوشبین یو چې ډېر او د ښه کیفیت حاصل به ورکړي".

چارواکي وايي د کوکنارو په پرتله د الویرا حاصلات او کروندګرو ته یې اقتصادي ګټه ډېره ده او چې دوی یې د بازار موندنې ژمنه هم کړې ده.
XS
SM
MD
LG