د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار: معتادین وايي د درملنې امکانات دې زیات شي


کندهار: معتادین وايي د درملنې امکانات دې زیات شي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:16 0:00

په کندهار کې چې دا مهال د معتادینو د درملنې لپاره یوازې یو ۷۰ بستریز روغتون فعال دی، په نشو روږدي وايي چې د دوی د درملنې لپاره دې امکانات زیات شي.


په کندهار کې چې دا مهال د معتادینو د درملنې لپاره یوازې یو ۷۰ بستریز روغتون فعال دی، په نشو روږدي وايي چې د دوی د درملنې لپاره دې امکانات زیات شي.

په نشه يي توکی روږدی نظر محمد د درملنې لپاره د معتادینو په روغتون کې نوم لیکنه کړې خو د بسترېدو لپاره باید څلور میاشتې نور هم انتظار شي.

هغه وايي که د درملنې امکانات زیات شي نو ګڼ شمېر معتادین چمتو دي چې درملنه وکړي.

هغه وايي "په هر شي مو سر خلاصیږي په ملالۍ روغتون کې موږ ثبت نام کړی پارچه را سره دی وایي چې څلور میاشتي وروسته به نوبت در ورسیږي، زه دا اوس حاضر یم چې په روغتون کې داخله واخلم خو امکانات نشه حکومت دي موږ ته شفاخانې جوړي کړي".

زیاتره معتادین وايې چې د کورنۍ مسئولیتونه يې هم له غاړي دي، خو دوی نه یوازې دا چې کار نه شي کولای بلکې په ټولنه کې هم ځورول کیږي، کندهار ښار ته له شاوخوا ولایتونو څخه هم معتادین د درملنې لپاره راغلي.

له روزګان څخه راغلی معتاد ګل محمد چې نه غواړي تصویر يې واخیستل شي وايي، په ټولنه کې یې باور له لاسه ورکړی او د همدې لپاره غواړي درملنه وکړي او بېرته خپل عادي ژوند ته راوګرځي.

هغه وايي "زموږ ډيری ملګري ولاړه په خپله خوښه يې په روغتون کې داخله واخیستل خو ډېر کسانو ته نوبت نه رسیږي که شفاخانې ډيرې شي نشه یان هم په خپله خوښه ورځي او درملنه په کې کوي".

د کندهار اوسیدونکي له دولت څخه غواړي چې د معتادینو د درملنې غم دې وخوري او په دغه ښار کې دې روغتیايي مرکزونه زیات کړی.

د کندهار اوسېدونکی عبدالولي وايي که د معتادینو د درملنې لپاره روغتیايي امکانات زیات شي نو تر ډېره به د ورځ تر بلې زیاتېدونکو معتادینو شمېر ورسره کم شي.

په داسې حال کې چې په کندهار کې په نشه يي‌توکو د روږدو کسانو شمېر تر ۳ سوه زره کسانو اټکل کیږي، د عامې روغتیا مسئولین هم مني چې د دې ولایت یوازېنې ۷۰ بستریز روغتون د دغه معتادینو د درملنې لپاره بسنه نه کوي.
XS
SM
MD
LG