د لاس رسي وړ اتصالات

محمد رضا: پنځه ځله مې درملنه کړې،خو بیا په نشو اخته شوم


محمد رضا: پنځه ځله مې درملنه کړې،خو بیا په نشو اخته شوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

محمد رضا چې په ایران کې د سختو او درنو کارونو له امله معتاد شوی وايي، هره ورځ تر پل سوخته لاندې ورځي او له نورو معتادینو سره یوځای نشې کوي.


محمد رضا چې په ایران کې د سختو او درنو کارونو له امله معتاد شوی وايي، هره ورځ تر پل سوخته لاندې ورځي او له نورو معتادینو سره یوځای نشې کوي.

دی وايي له شپاړسو کلونو راهیسې معتاد دی چې په پیل کې یې په ایران کې اپین څکول او اوس په هیرویینو روږدی دی.

محمد رضا وايي"د پل سوخته لاندې د مخدره موادو د څکلو لپاره راځم، بل ځای نه لرو همدلته راځو او نشې کوو او بېرته د خپلې بدبختۍ په لور ځو. په ایران کې وم درانه کارونه مې کول، لومړی نه پوهېدم او اپین مې وڅکل وروسته په هیروئینو اخته شوم".

رضا وايي څلور- پنځه ځله یې درملنه شوې خو بېرته په مخدره موادو اخته شوی دی.

هغه وايي له نشه يي توکو څخه خلاصون ډېر سخت کار دی او تر هغه چې یو معتاد مالي ملاتړی ونه لري له دې افت څخه ځان نه شي ژغورلی.

هغه وايي "زما وجود همدا اوس نیمګړی شوی دی، زما هرڅه یې کمزوري کړي دي، کله چې غواړم خوشې یې کړم ټول وجود مې په دردېږي، مختلفې ناروغۍ راکې پیدا کېږي، کاش چې یوازې سر مې په درد شي، یا ګېډه او یا کوم بل ځای، ټول وجود مې په دردېږي، هیڅ نه (پرېښودل) کېږي".

رضا پنځه ماشومان لري او د خپلې کورنۍ د نفقې د موندلو او د نشه يي توکو د ترلاسه کولو لپاره په کابل ښار کې د سړک په غاړه دویم لاس موبایلونه او ګوتمۍ پلوري.
XS
SM
MD
LG