د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا: د مڼو په حاصل کې د پخوا په پرتله زیاتوالی راغلی


پکتیا: د مڼو په حاصل کې د پخوا په پرتله زیاتوالی راغلی
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

د پکتيا د کرنې رياست وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د مڼو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۴ سلنه زياتوالی راغلی چې دا د بڼوالو په اقتصادي وده او د نشه يي توکو د کښت په مخنيوي کې خورا مثبت اغېز لري.

د پکتيا د کرنې رياست وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د مڼو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله شاوخوا ۱۴ سلنه زياتوالی راغلی چې دا د بڼوالو په اقتصادي وده او د نشه يي توکو د کښت په مخنيوي کې خورا مثبت اغېز لري.

د احمد آبا ولسوالۍ د عيسې خېلو د سيمې اوسېدونکي روزي خان خپله ټوله ۳۵ جريبه کرنيزه ځمکه د مڼو باغ ته ځانګړې کړې. ځينې مڼې يې شکولي او ځينو ته يې څو ورځې پاتې دي.

هغه وايي، له دې کبله چې سږکال يې باغ له طبيعي آفتونو او ناروغيو ژغورل شوی، د تېرو کلونو په پرتله يې حاصل ښه او ډېر دی.

هغه وايي "تقريباً د کال پنځه زره منه حاصل راکوي. نيالګي مو نوي دي، ټول حاصل ته نه دي رسيدلي. کال په کال مو ايښي دي، تقريباً سږ يې لسم کال دی چې موږ دا باغونه ږدو. هر کال مو ايښي دي".

د پکتيا د کرنې رئيس محمد الدین مومند وايي چې د تېرکال په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې د مڼو په حاصلاتو کې شاوخوا ۱۴ فيصده زياتوالی راغلی چې دا د بڼوالو په اقتصادي وده او د نشه يي توکو د کښت په مخنيوي کې خورا مثبت اغېز لري.

هغه وايي "تېر کال موږ په پکتيا کې څه باندې ۳۳ زره مټريک ټنه درلوده. خوشبختانه سږکال څه باندې ۳۸ زره مټريک ټنه مڼه توليد شوې ده چې دا البته د طبيعي آفتونو د کموالي، د کرنې رياست د تخنيکي ټيم د هلو ځلو او همدارنګه د کروندګرو له لوري نوي باغونه چې کښېنول شوي وو، هغه هم په حاصل راغلي دي".

د پکتيا مڼه د افغانستان د ښو او باکيفيته مڼو له جملې څخه ګڼل کيږي، خو بڼوال وايي له دې کبله چې نه يې ساتی شي او نه هم نړيوالو مارکېټونو ته د انتقال زمينه ورته مساعده شوې، په دې موسم کې يې په ډېره کمه بيه بازار ته عرضه کوي.

په ورته وخت کې د پکتيا د کرنې رياست وايي چې نړيوالو مارکېټونو ته يې د دغه ولايت د مڼو رسولو د هڅو ترڅنګ نږدې څلوېښت سړې خونې جوړې کړي او پر نورو راتلونکی کال کار کوي.

پکتيا د هېواد يو له هغو ولايتونو دی، چې کوکنار نه په کې کرل کېږي خو د چرسو کر بيا د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې له پخوا دود دی.
XS
SM
MD
LG