د لاس رسي وړ اتصالات

د چرسو ۷۰ کلن معتاد: یوازیتوب نشو ته اړ کړی یم


د چرسو ۷۰ کلن معتاد: یوازیتوب نشو ته اړ کړی یم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:01 0:00

بابه ظاهر چې ۷۰ کاله عمر لري او له ۴۰ کلونو راهیسې چرس څکوي وايي، له ډېره غمه او یوازیتوب یې چرسو ته پناه وړې ده.


بابه ظاهر چې ۷۰ کاله عمر لري او له ۴۰ کلونو راهیسې چرس څکوي وايي، له ډېره غمه او یوازیتوب یې چرسو ته پناه وړې ده.

دی اوس د کابل په چهلستون سیمه کې د سیند پر غاړه په یوه کوټه کې یوازې ژوند تېروي او ټوله شتمني یې همدا کوټه او یو بایسکل دی.

بابه ظاهر وايي"له څلوېښتو کلونو راهیسې چرس څکوم، د دنیا له غمه یې څکوم، عمر به مې اویا کاله وي او دا ټول کلونه همداسې په خرابۍ کې تیر شوي دي، هیڅ مې د خوشحالۍ ورځ نه ده لیدلې. له ډېره غمه او یوازېتوب به مې چرس څکول، چې لږ مې پام غلط کړي".

بابه ظاهر چې کله ځوان وو د نانبای شاګردي یې کوله، وايي په نانبايي کې له څلوېښتو کلونو کار وروسته د عمر د پوخوالي له امله يې کار له لاسه ورکړ او اوزګار شو.

هغه وايي "نانبايتوب هم ځواني غواړي، چې ځواني لاړه هېڅ کار نشې کولی. له خلکو سره هیڅ مشکل نه لرم زه هغوی ته او هغوی ماته درناوی لري. کورنۍ نه لرم، که مې کورنۍ درلودلی دلته به مې څه کول".

بابه ظاهر شپږ کاله عسکري هم کړې. دی اوس له حکومت څخه غواړي چې د ژوند په وروستیو کلونو کې یې لاس نیوی وکړي.
XS
SM
MD
LG