د لاس رسي وړ اتصالات

غني: طالبانو د قاچاقبرانو د خوشې کولو په بدل کې پیسې اخیستي


غني: طالبانو د قاچاقبرانو د خوشې کولو په بدل کې پیسې اخیستي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:06 0:00

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني طالبان په فساد تورن کړل او وايي چې دغې ډلې له زندان څخه د نشه يي توکو د لسګونو قاچاقبرانو د خوشې کولو په بدل کې پیسې اخیستې دي.


د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني طالبان په فساد تورن کړل او وايي چې دغې ډلې له زندان څخه د نشه يي توکو د لسګونو قاچاقبرانو د خوشې کولو په بدل کې پیسې اخیستې دي.

ښاغلي غني چې د پنجشنبې په ورځ اکتوبر ۲۹ (لړم ۸) یې د مولود شریف د لمانځلو په مراسمو کې خبرې کولې وویل چې طالبانو ۴۰ بندیان چې د نشه يي توکو د قاچاق په جرم نیول شوي و د پیسو په بدل کې خوشې کړي.

ښاغلی غني وايي "دا عجبه ده، څوک د فساد اتهام لګوي چې ۴۰ قاچاقبرانو باندې پیسې اخلي چې خلاص یې کړي، یو له دې قاچاقبرانو په نامه د طالب نه و نیول شوی".

ولسمشر زیاتوي سره له دې چې د اسلام دین د نشه يي‌توکو کاروبار ته اجازه نه ده ورکړې، خو طالبان یې خپل مجبوریت ګڼي او ترسره کوي یې.

طالبانو تراوسه د ولسمشر غني دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان حکومت د سولې د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره څه د پاسه ۵۰۰۰ طالبان بندیان له زندانونو څخه خوښې کړل.

له دې وړاندې د افغانستان جمهوري ریاست ویلي و چې په دغو بندیانو کې ۱۵۴ تنه یې د نشه يي توکو قاچاقبران دي.
XS
SM
MD
LG