د لاس رسي وړ اتصالات

پکتیا: کروندګر خپلو حاصلاتو ته مارکېټ غواړي


پکتیا: کروندګر خپلو حاصلاتو ته مارکېټ غواړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:24 0:00

د پکتيا يو شمېر کروندګر وايي که د دوی کرنيزو محصولاتو ته بازار موندنه وشي، نو دا به په دې ولایت کې د بنګو د کښتونو په کمولو کې مرسته وکړي.


د پکتيا يو شمېر کروندګر وايي که د دوی کرنيزو محصولاتو ته بازار موندنه وشي، نو دا به په دې ولایت کې د بنګو د کښتونو په کمولو کې مرسته وکړي.

دوی وايي چې د مارکېټ د نشتوالي له امله ډېر کله له تاوان سره مخ کیږي.

د پکتيا یو بڼوال حسن خان وايي چې د سړو خونو د نشتون له کبله د خپل باغ مڼې تر يوې مودې دلته په خپله حجره کې ساتي، ترڅو په راتلونکو اوونيو کې يې بازار ته عرضه کړي.

هغه وايي له دې امله چې دا خونه اړينې اسانتياوې نه لري، د مڼو يوه برخه يې خوسا کيږي، خو که نړيوالو مارکېټونو ته ورته د لاسرسي زمينه مساعده شي، پر اقتصاد يې خورا مثبت اغېز لري.

هغه وايي "دې سره مثبت تاثيرات راځي، چې ترڅو ښه خرڅيږي، همدومره بزګر او باغدار ښه عوايد لاسته راوړي. هغه لا خوشحاليږي. کال ته يې د مڼو نور حفاظت کوي، چې نور يې باغ پرمختګ وکړي. خاص د بزګرانو هم نه ده، دې سره دولت هم ګټه لاسته راوړلی شي".

د دغه ولايت نور کروند ګر وايي چې که د دوی محصولاتو ته په خپل وخت بازار موندنه نه کيږي او يا ورته په کافي شمېر سړې خونې جوړې نشي، کروندګر د نشه يي توکو کرلو ته مجبوريږي.

د پکتيا د کرنې رياست مسؤلين وايي هڅې کوي چې د دغه ولايت کرنيز محصولات په خپل وخت نړيوالو مارکېټونو ته ورسوي.

پکتيا د هېواد يو له هغو ولايتونو دی، چې کوکنار نه په کې کرل کېږي خو په ځينو سيمو کې يې بنګ له پخوا دود دي.
XS
SM
MD
LG