د لاس رسي وړ اتصالات

کندهار د غنمو د حاصلاتو له اړخه پر ځان بساینې ته نږدې شوی


کندهار د غنمو د حاصلاتو له اړخه پر ځان بساینې ته نږدې شوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

په کندهار کې د خوراک د نړیوالې ورځې د لمانځنې پر مهال د دې ولایت د کرنې مسئولینو خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د غلو دانو کر او تولید زیات شوی.


په کندهار کې د خوراک د نړیوالې ورځې د لمانځنې پر مهال د دې ولایت د کرنې مسئولینو خبر ورکړ چې په دغه ولایت کې د پخوا په پرتله د غلو دانو کر او تولید زیات شوی.

سږکال په کندهار کې ۲۰۳ زره میټریک ټنه غنم تولید شوي خو د دې ولایت د اړتیا لپاره ټولټال ۲ سوه او ۴۷ زره میټریک ټنه غنمو ته اړتیا ده.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس انجنیر حفیظ الله سیدي وايي چې د غلو دانو تولید ځکه زیات شوی چې کروندګرو د کوکنارو پر ځای د غلو دانو کښتونو ته مخه /کړې ده.

هغه وايي "د پخوا په پرتله بزګر اوس د تریاکو په زیان ښه پوهیدلي ځکه خو د ګټورو نباتاتو کښت زیات شوی او موږ د غلو لوړ تولید لرو موږ هم ګټور نباتات ترویجوو او کروندګر په دې قانع شوي چې حلال کښت وکړي".

په ورته وخت کې د کندهار مرستیال والي فیصل شېرزی وايې چې د وخت له غوښتنو سره سم کرڼه یوه مهمه اړتیا ده هغه زیاتو چې لاهم ګڼ شمېر کروندګر د ناسم انتخاب له کبله ښه حاصل نه شي تر لاسه کولای.

ښاغلی شېرزی وايي "د وخت د کرهڼي پيژندنه مهمه ده اوس دلته زیات داسي کرونده ګر شته چي ځمکه د رومیانو د کښت وي دوی پکښې انار ږدی یا د انارو لپاره ځمکه برابره وي دوی پکښې بل کښت کوي مهمه داده چې ځمکه وال له نويو تجربو څخه د ښه حاصل لپاره ګټه واخلي".

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوجي د ملي پوهنتون مسئولین وايي چې د نشه يي توکو د بدیلو کښتونو په اړه یې د تحقیق، ترویج او تولید په برخو کې یې خپل فعالیتونه ګړندي کړي.

د کرنې متخصصین وایي‌ چې د جګړو او نا مناسب کرنیز سیستم له امله په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت ستونزه رامنځته شوې.

دوی وايې چې که د کرنې په سکتور کې د ګټورو نباتاتو په ترویج کې عملي ګامونه واخیستل شي نو د نشه يي توکو د کښت د مخنیوي تر څنګ د ښه تولید له لارې غذايي خوندیتوب په اسانۍ رامنځته کېدای شي.
XS
SM
MD
LG