د لاس رسي وړ اتصالات

د قرغې د سرک په اوږدو کې د نشه يي توکو زېرمې


د قرغې د سرک په اوږدو کې د نشه يي توکو زېرمې
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:48 0:00

د کابل ښاروالي وايي چې د قرغې د سرک په اوږدو کې پر دولتي ځمکو او شنو سیمو باندې د غیرقانوني جوړو شویو دوکانو د له منځه وړلو وروسته د نشه يي توکو څو زېرمې موندل شوي دي.


د کابل ښاروالي وايي چې د قرغې د سرک په اوږدو کې پر دولتي ځمکو او شنو سیمو باندې د غیرقانوني جوړو شویو دوکانو د له منځه وړلو وروسته د نشه يي توکو څو زېرمې موندل شوي دي.

د دغې ادارې ویانده سمیرا رسا وايي چې په دغو دوکانو کې د نشه‌يي موادو د ساتنې او پلورلو لپاره پټ ځایونه جوړ شوي وو چې له ویجاړېدو وروسته راڅرګند شول.

هغه وايي "د امنیتي تړون په اساس چې د کابل ښاروالۍ د پولیسو په همکارۍ په ښار کې تطبیقوه، په نتیجه کې یې په پنځمې او ۱۴ ناحیې کې یو لړ امنیتي او جنايي موارد ترلاسه شول، چې په تنورونو او داشونو کې مخدره مواد ساتل کېدل یا پلورل کېدل او یا قاچاقېدل، د سیمې د پاککارۍ په نتیجه کې کشف شول".

د کابل ښاروالۍ په دغو قضیو کې د چا د نیول کېدو په تړاو څه نه دي ویلي او د کورنیو چارو وزات هم ترواسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.
XS
SM
MD
LG