د لاس رسي وړ اتصالات

یو شاعر او نعت ویونکی څنګه په نشو اخته شو؟


یو شاعر او نعت ویونکی څنګه په نشو اخته شو؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

د غزني اوسېدونکی ذکریا چې دیني زده کړې یې کړي یو وخت یې شعرونه لیکل او نعتونه ویل خو له شاوخوا لسو کلونو را هیسې نشه يي‌توکي کاروي چې اوس هر څه ترې پاته شوي دي.


د غزني اوسېدونکی ذکریا چې دیني زده کړې یې کړي یو وخت یې شعرونه لیکل او نعتونه ویل خو له شاوخوا لسو کلونو را هیسې نشه يي‌توکي کاروي چې اوس هر څه ترې پاته شوي دي.

هغه وايي وروسته له هغه چې موټر یې ورک شو، نو په لږ وخت کې د ډېرو پیسو ګټلو لپاره یې د نشه يي‌توکو کاروبار پېل کړ خو د ګټې پر ځای خپله په نشو اخته شو.

ذکریا وايي دوه ورونه یې په جګړه کې وژل شوي دي او پلار یې د زامنو له غمو د زړه سکته وکړ.

هغه وايي"تر دوولسم ټولګي مې زده کړې کړي، د قران شریف ترجمه مې کړې، دیني زده کړې مې کړي، شعرونه مې لیکل او ښه نعت خوان وم، خو د نشو له امله مې هر څه له لاسه ورکړل".

ذکریا چې دوه کاله یې په زندان کې هم تېر کړي، له ځوانانو غواړي چې له نشه يي توکو ځان لرې وساتي او په لوی لاس خپل ژوند خراب نه کړي.

XS
SM
MD
LG